ټولنیزې رسنۍ استعمال کړئ، خو دغه ټکي په پام کې ونیسئ
په اوسني دور کې د ټولنیزو رسنیو کارول، خلکو روږدي کړي. ټولنیزې رسنۍ لکه ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام، ټک ټاک او نور ډېری رسنۍ شته چې خلکو لپاره یې مجازي نړۍ جوړه کړې. دا ټول هغه لارې دي، چې په وسيله يې مونږ او تاسې له يو بل سره په مجازي نړۍ کې وصل کړي يو.
له يادو ټولنيزو رسنيو استفاده کول ښه کار دی، ځو پام مو وي، چې دغه رسنيو ځينې وخت مختلفې ستونزې را ولاړوي او يا خپل ګټور وخت مو پرې بې ځايه مصرف نه کړئ. دلته پوښته دا ده، چې له يادو رسنيو څنګه ګټه پورته کړو او د کارولو په مهال يې کومو اړينو نقطو ته پام وکړو؟
پدې ليکنه کې مو پام هغه نقطو ته اړوم چې له يادو ټولنيزو رسنيو څنګه ګټه پورته کړئ او هغه اړينې نقطې چې د کارولو پر وخت يې بايد په پام کې ونيسئ لست کړي دي.
- ښه فکر وکړئ، چې څه لايک کوئ:
کله چې مونږ او تاسې یوه فېسبوک پاڼه، انځور او یا کوم بل پوست ته لایک ورکوو، نو دغه زمونږ پر فېسبوک باندې نورو ته معلومیږي. معنا دا چې ستاسې لايک د دې ښکاروندی کوي، چې ښايي تاسې لايک کړي انځور، ليکنې يا ويډيو سره دلچسپي لرئ. مګر زمونږ ډيری کسان فکر دې ته پام نه کوي چې په پوسټ کې څه ليکل شوي او يا انځورونه د څه په رابطه دي، بس دوی ورته لايک ورکوي او يا نور رنګه سټيکر ورته پريږدي. په ياد ولرئ، چې ستاسې لایک ستاسې د شخصيت ښکاندوی کوي. - د پوسټ کولو دمخه ډېر پام وکړئ:
هر کله چې غواړئ، انځور، ليکنه يا ويډيو له نورو سره په ټولنیزو رسنیو شريک کړئ، باید د خپرولو دمخه پرې فکر وکړو تر څو داسې نه چې د ګالري څخه مو شخصي انځور نه وي انتخاب کړی يا په ليکنه کې مو املايي غلطي نه وي. لمړی خو هڅه وکړئ،هر هغه څه چې نه غواړئ نور يې وويني او ستاسو راز وي په خپل کاروونکي موبایل یا کمپیوټر کې يې مه ساتئ، که چېرې ډېر اړين وي چې له ځانه سره يې وساتئ نو ډېر پام وکړئ چې له نورو سره شريک نه شي. که چېرې ذهن د ورځنيو ستونزو له امله نارام وي، هڅه وکړئ پدې وخت کې څه مه خپروئ، ځکه کېدای شي هغه څه خپاره کړئ، چې ستونزې مو لا پسې زياتې کړي. - هیڅکله د دوستانو انځورونه او ليکنې د هغوی د اجازې پرته مه خپروئ:
لکه څرنګه چې تاسې نه خوښوۍ، نور مو انځورونه او ليکنې بې اجازې خپر کړي، په ورته ډول ستاسې دوستان هم نه غواړي چې انځورنه يا ليکنې يې بې اجازې خپرې کړئ. د مثال په توګه تاسې سره د ځينو ملګر انځورونه وي، خو د هغوی په طبیعت نه وي اخستل شوي او تاسې يې د هغوی د اجازې پرته خپاره کړئ، امکان لري چې دغه کار ستاسې نږدې ملګرتيا ماته کړي. - د شخصي ژوند په اړه څه مه خپروئ:
الله تعالی دې زمونږ وطن کې دښنمۍ پاکې کړي. ځينې کسان چې دښمني ولري نو هڅه دې وکړي چې د خپل اوسېدو ځای، کاري ځای او نور داسې معلومات د کوم په واسطه چې د دوی بد غوښتونکي پرې پېدا کولی شي او سرخوږی درته جوړولی شي مه خپروئ. - د نورو خپرې شوې ليکنې، ويډيو او انځورنه له خپل اکاونټ څخه خپرولو بر مهال پام وکړئ:
ډيری کسان شته، چې د خپل انځورونو، لیکنو او ويډيو د خپرولو پر ځان د نورو ليکنې او ويډيو له خپل اکاونټ څخه خپروي. دغه کار د دې ښکاروندی کوي چې ښايي تاسې د هغوی خپاره شوي موادو سره علاقه لرئ. ډېر پام وکړئ چې د خپرولو پر وخت خدای مه کړه داسې څه خپاره کړئ چې په ټولنه کې مو د سر ټيټۍ وجه وګرځي او د نورو سره د لیدلو څخه د وېرې احساس وکړئ. - خپل ارزښت مند وخت مه پرې مه ضايع کوئ:
د ټولنیزو رسنیو د استعمال پر وخت له ځان څخه وپوښتئ، چې ولې یې کاروئ؟ ګټه او تاوان یې درته څه دی؟ د استعمال لازم وخت یې درته څه کېدای شي؟
له يادو پوښتنو وروسته ټولنيزې رسنۍ له ټاکلي مودې پورې وکاروئ او خپل ګټور وخت مه پرې مه مصروفوئ.
باورې يم، يادې اړينې نقطې د ټولنيزو رسنيو د استعمال پر وخت په ځان عملي کول به له تاسې سره مرسته وکړئ، تر څو له ټولنيزو رسنيو څخه سمه ګټه پورته کړئ او د ستونزو څخه ځان وساتئ.
Add comment