قمر انسټيټيوټ

Category - ټولنيز ژوند

موضوع : خارج ته تللي هیوادوال باید څه وکړي ؟ کومو کارونو ته باید ډیر متوجه اوسي ؟ کومې ستونزې ستاسو بچیانو ته متوجه دي؟ که چیرې پدې خبرو عمل ونشي له کومو ستونزو سره مخ کېدلی شي ؟ د ورستیو حالاتو له کبله زمونږ د هیواد څخه په سلګونه زره ورونه خویندې او کورنۍ بهرنیو هیوادونو لاړل او کډوال شول زه دوي ته یو پیغام لرم دا چې تاسو اوس لاړئ او هلته ژوند کوئ ترټولو مهمه خبره داده چې مخکې به مو دلته خدمت کوو دلته ۳۰ میلیونه مسلمانان وو اوس تاسو مسؤلیت لرئ چې اسلامي امت ته کار وکړئ په ملیونونو مسلمانان په افریقا او نورو هیوادونو کې اوسیږي هغوي ته کار وکړئ په خیریه بنسټونو کې کار وکړئ او خپلو اولادونو ته ډېر زیات متوجې اوسئ خدای مه کړه داسې ونه شي چې هر څه تاسو څخه پاتې شي اولادونه مود اسلام څخه لرې شي لمونځ روژه اسلامي مقدسات او ملي ارزښتونه هر څه مو هېر شي یا هم تاسو خدای مه کړه د هغه ځای څخه د اسلام خلاف تبلیغات شروع کړئ او یا د هغو کړیو په دام کې را شئ چې هغوي د اسلام خلاف الحاد او نورو غیري اسلامي افکارو ته کار کوي ځان او خپلو اولادونو ته ډېر زیات متوجې اوسئ ځکه چې یو څوک هغه هیوادونو ته ځي ظاهرا هغه هیوادونه ډېر ښایسته دي مګربیا په باطن کې ډېر زیات مسائل او ستونزې په کې دي ستاسو اولادونه ستاسو له کنټرول څخه وتلی شي که چېرې تاسو د هغوی د دنیا په اړه فکر وکړئ چې ښه کورونه جوړ کړئ موټرې وي چکرونه وي د سمندر غاړې وي بیا یوه ورځ به راشي چې له خپلو اولادونو به شکایت کوئ نه به یې کنټرول ستاسو لاس کوي نه به قانوني څه کوی شئ ښه خبره داده چې خپلو اولادونو ته ځانګړی پلان ولرئ چې هغوی په اسلامي مفکوره پاتې شي د اسلام دعوت وکړي خیریه بنسټونو سره همکار پاتې شي د خپلو مسجدونو ټولنو او بنسټونو سره ښې اړیکې ولري خپلو هیوادوالو او نورو مسلمانانو سره هم مرسته وکړي او تاسو کولی شئ د اسلام دعوت لپاره افریقا او نورو هیوادونو ته هم لاړ شئ ښه داده چې د ځان او کورنۍ لپاره ډېر ښه پلانونه جوړ کړئ داسې نه شي لکه ما مخکې چې وویل له دغو ستونزو او بدبختیو سره مخ نه شئ . ستاسو د سوکاله او ارامه ژوند په هیله . پاي

خارج ته تللي هیوادوال باید څه وکړي ؟

خارج ته تللي هیوادوال باید څه وکړي ؟ کومو کارونو ته باید ډیر متوجه اوسي ؟ کومې ستونزې ستاسو بچیانو ته متوجه دي؟ که چیرې پدې خبرو عمل ونشي له کومو ستونزو سره مخ کېدلی شي ؟ د ورستیو حالاتو له کبله زمونږ د هیواد څخه په...

غیبت او شیطانت

غیبت دچا په نه شتون کې ورپسې بدې خبرې کولو ته وایی، چې دا یې په دین کې د کمزورتیا او امانت نه ساتلو دلیل دی، دا د یو ناروغ، مرضي او حسدګر زړه نه راڅرګندیږي، له نورو خلکو سره په مخ کېدو د شرمیدو دلیل دی، نو غیبت سره...

ستونزې لپاره د سرو زرو د خلاصون او نجات کلیانې درواخله دوهمه برخه

۶: د زړه له تله د خیر او شر پر تقدیر او فیصله ایمان ولره، د هر مصیبت پر وړاندې خپل نفس ته ډاډ ورکړه چې څه درته لیکل شوي وي، هغه درته حتما رسیږي، هیڅکله داسې څه درته نه رسیږي چې الله تعالی لیکلی نه وي، الله تعالی فرمایي:...

ستونزې لپاره د سرو زرو د خلاصون او نجات کلیانې درواخله !

اوله برخه کړاونو، تکلیفونو، مصیبتونو، ازمېښتونو، او تنګسیاو ته ستونزې وایی، چې د هر انسان په ژوند کې پرې تیریږي، نفس یې پرې دردمن، روح یې اغیزمن، زړه یې خپه، ذهن یې ګډوډ او فکر او خیال یې بدرنګه شي، په سوچونو کې اخته،...

په دفتر کې د ګرځنده تليفون استعمالولو درې ۳ قواعد

په دفتر کې د ګرځنده تليفون استعمالولو درې ۳ قواعد

ګرځنده تليفون تاسو ته وړتيا درکوي، چې کارونه مو له هر ځای څخه وڅارئ، او هم دغه وسايل ډېر په چټکۍ سره د سوداګرۍ پر مخ وړلو لپاره اړينه برخه جوړوي. مګر اندېښنې خبرتيا کولی شي ستاسو پام له هغه څه واړوي چې تاسو يې اجرا کوئ...