قمر انسټيټيوټ
د مسلمانانو طلايي پېر او جغرافیه

د مسلمانانو طلايي پېر او جغرافیه

د مسلمانانو طلايي پېر او جغرافیه

لکه څنګه چې ستوري پېژندنې د ریاضي څخه وده وکړه، جغرافیې هم له ستوري پېژندنې څخه وده وکړه. په تاریخ کې یوازې یو څو امپراتورۍ د اسلامي امپراتورۍ له طلایي دورې څخه د مساحت په برخه کې غټې وې. عموماً د یو متحد سیاسي سیستم په داسې یو پراخه ساحه کې غځېدلو سره اوږده سفرونه خوندي او نسبتاً عام شول. دا کومه د تعجب خبره نه ده چې په هغه وخت کې مسلمانان د منځنیو پېړيو د مخکښو جغرافیه پوهانو په توګه پېژندل کېدل.

هغه زړه افسانه چې کرېسټوفر کولمبس (Christopher Columbus) معلومه کړې چې ځمکه کروي ده، یوازې یوه افسانه ده. په حقیقت کې په لرغونو وختونو کې هم دا خبره منل شوې وه چې ځمکه هواره نه ده. کښتۍ چلوونکي د یادې موضوع څخه په ځانګړې ډول خبر و، ځکه چې دوی لیدل چې د کښتۍ ښکتنۍ برخه په کښتۍ کې د ولاړې ستنې په پرتله د افق لاندې ژر ښکته ځي، مخکې له دې چې کښتۍ ته حرکت ورکړل شي. لرغونو یونانیانو آن هڅه کوله چې د ځمکې حقیقي اندازه معلومه کړي. د عباسیانو د خلافت وخت ساینسپوهان هم دقیقو محاسبو ته ډېر نږدې شوي وو. د مثلثاتو او کروي هندسې په کارولو سره دوی د ځمکې قطر (۱۲۷۲۸) کیلو متره محاسبه کړ چې یوازې د (۳۷) کیلو میترو په توپیر سره یې د حقیقي اندازې څخه توپیر درلود. د دې نه علاوه، دوی د ځمکې محیط (۳۹۹۶۸) کیلو متره محاسبه کړی و په داسې حال کې چې د ځمکې حقیقي محیط (۴۰۰۴۷) کیلو متره دی. د عصري له سپوږمکیو او ټیلیسکوپونو پرته یادې محاسبې ډېرې حېرانوونکي دي.

اسلامي جغرافیه یوازې د ځمکې د اندازې محاسبه کولو پورې محدوده نه وه. د نړۍ د نقشې په جوړولو کې هم ډېرې هلې ځلې شوې وې. د لرغونو یونانیاو نقشې (په ځانګړي توګه دبطلیموس نقشه) ته پراختیا ورکړل شوه او اصلاحات په کې راوستل شول. بهترینه بېلګه یې اطلس Atlas (د نقشو کتاب) دی چې د محمد الادریسي چې په دولسمه پېړۍ کې یې په سیسیلي (Sicily) کې ژوند کاوه جوړ کړې دی. که څه هم د سیسیلي جزیره مخکې د اسلامي امپراتورۍ برخه وه تر دې چې یوولسمه پېړۍ کې د نورمانیانو Normans (د شمالي فرانس یوه لرغوني توکمي ډله. ژ.) له خوا ونیول شوه. د الادریسي په وخت کې واکمن پاچا دویم روجر (Roger II) چې زغم لرونکی، با خبره او خپلواک پاچا و. د هغه په ملاتړ الادریسي وکولی شو چې د نړۍ نقشه جوړه کړي چې په منځنیو پېړيو کې یې د دقت او تفصیل په برخه کې ساری نه درلود. سلګونه کاله وروسته هم، د نقشو جوړولو لپاره ترې د واحد (اندازه کوونکي) په توګه کار اخېستل کېده. دا نفشه د پېژندل شوې نړۍ یوازې د فزیکي جغرافیې رسامي نه وه، بلکې د کلتورونو، سیاستونو او د مختلفو سیمو ټولنو، چېرته چې سیاحانو سفر کړی و تشریح هم د ځانه سره درلودله.

څنګه چې مسلمانو جغرافیه پوهانو ته پېژندل شوې نړۍ حیرانونکې وه، همداسې ورته ناپېژندل شوې نړۍ هم وه. لوېدیځ افسانې کریسټوفر کولمبس د لوی سپړونکي او سیاح په توګه پېژني، څوک چې د دوی په اند لومړنی شخص و چې په (۱۴۹۲م) کال کې د پراخ او لوی اتلانتیک سمندر څخه تېر شو او نوې نړۍ (امریکا) یې کشف کړله. د هغه د “کشف” کیسو تر څنګ چې دا حقیقت یې پیکه او راکموه چې هلته تر پېړيو بومي خلک اوسېدل او همدارنګه قوي ثبوت شته دی چې سکنډینوي جنګیالي (Vikings) اوسنۍ کاناډا ته په لسمه پېړۍ کې د تګ جرائت کړی و او همدارنګه داسې لوی ثبوت هم شته چې د کولمبس څخه سلګونه کاله د مخه د مسلمانانو د ترانس- اتلانتیک سمندري سفرونو ښکارندوي کوي. د لسمې پېړۍ په منځ کې ستر جغرافیه پوه او تاریخ پوه المسعودي په (۸۸۹م) کال کې د اسلامي ایبېریا څخه د یو سفر په اړه لیکنه وکړه په کوم کې چې ده د ډېلبا (Delba) بندر ــ هماغه بندر له کوم څخه به چې کولمبس هم سفر وکړي ــ څخه لوېدیځ لور ته په کښتۍ کې سفر کړی و. د دلبا بندر هماغه بندر و چې کولمبس به هم ترې په کښتۍ کې سفر کاوه. دغه سفر څو میاشتې دوام وکړ چې بالاخره د وچې یوې لوی او نوې کتلې ته چې مخکې هیچا نه وه لیدلي، ورسېد. نوموړی وضاحت ورکوي چې هغه د سیمې خلکو سره سوداګري وکړه او بېرته ترې کور ته راغی. په همدې دلیل المسعودي د نړۍ په نقشه کې د اتلانتیک سمندر څخه پورې غاړه کې یوه “نامعلومه ځمکه” هم شامله کړې وه. الادریسي بل راپور هم ثبت کړی دی، په کوم کې چې ویل شوي دي چې یوه ډله مسلمان کښتۍ چلوونکو د اتلانتیک سمندر پورې غاړې ته د سفر کولو خطر په غاړه واخېست او د (۳۱) ورځو سفر څخه وروسته یوې نامعلومې جزیرې ته ورسېدل. د سیمې ځايي خلکو دوی ونیول او بالاخره د سیمې د خلکو څخه یو ځایي شخص چې په عربي ژبه غږېده، د دوی ترمنځ منځګړیتوب وکړ او دوی یې ترې ازاد کړل.

د ترانس- اتلانتیک سمندر سفرونو اخري راپور له مالي څخه راځي. مالي په لوېدیځه افریقا کې اسلامي شاهي هېواد و چې په څوارلسمه پېړۍ کې په خپل اوج کې و. لکه څنګه چې لوی مسلمان سیاح ابن بطوطه ته ویل شوي و چې د (۲۰۰) بېړۍ د افریقا ساحل څخه لوېدیځ لور ته د نامعلومو ځایونو د کشفولو په موخه حرکت وکړ خو کله چې یوازې یوه بېړۍ ترې بېرته راغله، ویل یې چې دوی د سمندر پورې غاړه ځمکه وموندله خو د طوفان له امله باید بېرته راګرځېدلې وای. د راپورونو له مخې د مالي پاچا، مانسا ابوبکر دا ځل (۲۰۰۰) بېړۍ تجهیز کړلې او هغوی سره یې په اتلانتیک بحر کې حرکت پیل کړ خو بیا هېڅکله د دوی په اړه څه خبر رانغی چې څه ورسره وشول. دا ډول کیسې د کولمبس څخه د مخه اتلانتیک سمندر پورې غاړې ته د مسلمانانو د سفرونو په اړه یقیناً قاطع ثبوت نه دی. مګر دا هم حقیقت دی چې جغرافیه پوهانو دغه کیسې ثبت کړې دي، ځکه هغوی يې په کره والي متیقن و او ورسره په امریکا کې د مسلمانو ټولنو شتون هم دا خبرې ثابتوي چې مسلمانان لومړني خلک ول چې امریکا یې کشف کړې وه. په امریکا کې د مسلمانو ټولنو د شتون اوازې د اروپا د لومړي نسل د نوې نړۍ د پلټوونکیو ژورنال کې هم راغلي دي او داسې امکاناتو ته اشاره کوي چې کولی شي د کشف زمانې منل شوی تاریخ په بشپړه توګه بیا ولیکل شي.

ماخذ

هېر شوی اسلامي تاریخ، ۱۱۶-۱۲۰صص.

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.