قمر انسټيټيوټ
په انټرنيټ کې په زرګونو کارونه شته چې تاسو یې کولای شۍ. خو زه باوري یم چې زده کړه پکې تر ټولو لومړنی مقصد دی.

په زده کړو کې د انټرنیټ ارزښت

په زده کړو کې د انټرنیټ ارزښت

په انټرنيټ کې په زرګونو کارونه شته چې تاسو یې کولای شۍ. خو زه باوري یم چې زده کړه پکې تر ټولو لومړنی مقصد دی. زده کړه په هر ځای کې ده، انټرنیټ مونږ ته د دې اسانتیاوې برابروي تر څو مونږ له هر ځای څخه د یوې تڼې په کېکاږلو سره ډیر معلومات تر لاسه کړو. نو پدې اساس زده کوونکو ته لازمه ده چې د انټرنیټ استعمال او په اهمیت پوه شي.

دلته مونږ د زده کوونکو لپاره هغه نقاط ذکر کړي چې دوی کولای شي چې پدې وپوهیږي چې په تعلیم کې د انټرنیټ ارزښت څه شی دي.

  1. زده کوونکي کولای شي چې د ګوګل او نور پر مختللي ویب پاڼو له استفادي څخه د هر څه په اړه معلومات تر لاسه کړي.
  2. هغه زده کوونکي چې نشي کولای ښوونځي، کورس یا پوهنتون ته لاړ شي نو دوی دې انلاین صنفونه واخلي.
  3. ښوونکي کولای شي چې د انټرنیټ له لارې له زده کوونکو سره مفید نوټونه او ویډیو شریکې کړي.
  4. زده کوونکي کولای شي چې د هرې موضوع په اړوند له YouTube څخه ویډیو وګوري.
  5. ښوونکي کولای شي چې له زده کوونکو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې مهمې خبرې شریکي کړي.
  6. ښوونکي کولای شي چې زده کوونکو ته د هغوی د موضوعګانو مطابق د خپلې کیمرې پواسطه ویډیو جوړې کړي او د YouTube له لارې یې له خپلو زده کوونکو سره شریکې کړي. پدې سره به د زده کوونکو والدین هم وګوري چې زامن او لوریانې یې څه شی زده کوي.
  7. زده کوونکي کولای شي چې د هرې موضوع مطابق چې دوی پوښتنه لري د انټرنیټ له لارې یې له نورو وپوښتي.
  8. زده کوونکي کولای شي چې د خپلو همصنفیانو سره د انټرنیټ له لارې یو ځای شي تر څو خپل مشکلات یو بل سره حل کړي.

په همدې شان نورې ګتې چې زده کوونکي کولای شي چې د انټرنیټ له استعمال څخه یې لاسته راوړي.

ژباړه: خالد دانشيار

Qamar Institute

Add comment

Qamar Institute

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.