قمر انسټيټيوټ
د مسلمانانو طلايي پېر او ریاضیات

د مسلمانانو طلايي پېر او ریاضیات

د مسلمانانو طلايي پېر او ریاضیات

 

د اسلام په طلایي دور کې، مسلمانانو د ریاضياتو په برخه کې ډېر یادګاري او د پام وړ رول لوبولی دی. دې کې هېڅ شک نشته، چې ریاضیات د فزیک، کیمیا، د ستورو پېژندنه او جغرافیي په شمول نږدې د ټولو ساینسي مضامینو بنسټ جوړوي. د اسلام د طلایي دورې د ساینسپوهانو په اند ریاضیات هم یوه سپېڅلې پوهه ګڼل کېدله. دوی هیله مند ول چې د عالي ریاضیاتو د پوهې په وسیله به دوی وکولی شي چې د نړۍ هغه بنسټیز عددي اصول چې د نړۍ طبيعي قوانین په دقیق ډول سره څرګندوي کشف کړلی شي. نن ورځ هر چا چې د فزیک یو ابتدايي ټولګی هم مطالعه کړی وي پوهېږي چې فضا کې د جسمونو حرکت د فرمولونو په ذریعه څېړل کېږي. په طلایي دوره کې، دغه فرموله یو راز ګڼل کېده او ساینسپوهانو هڅه کوله چې د تیوري او تجربو له لارې ظاهري حیرانوونکي عددي محاسبې پیدا کړي. د دغې پوهې له لارې د خالق د ځواک ستاینه، مینه او د هغه جل جلاله اړیکه د هغه جل جلاله د مخلوقاتو سره لاسته راتله چې په پایله کې د ریاضیاتو زده کړه د دینې علومو یوه برخه هم وګرځېدله.

د مسلمانانو لومړی یو تر ټولو ستر ریاضي پوه محمد بن موسی الخوارزمي و. نوموړی یو فارسي نسله ریاضي پوه و چې د (۷۸۰ څخه تر ۸۵۰م) کاله پورې یې ژوند کاوه. هغه له هغو لومړیو څخه و چې بیت الحکمة کې یې کار کول پیل او په دغه ډول سره یې د ریاضیاتو د راتلونکي پرمختګ لپاره اساس کېښود. د نوموړي لویه لاسته راوړنه د هندي عددي سیستم څخه کار اخیستل او د هغه عامول و. تر دې مخکې به د موجوده رومي عددي سیستم څخه کار اخېستل کېدلو چې ډېرې ستونزې یې د ځان سره درلودلې. د رومي اعدادو د سیستم په ذریعه د ریاضي د پېچلو سوالونو حلول چې غیر صحیح عددونه به یې درلودل نږدې ناشونی و. د هندي عددي سیستم (1,2,3,4…) په وسیله لوی او منفي عددونه په اسانه سره ښودل کېدلی شول چې د ریاضي پېچلي سوالونه ورسره هم اسانه شول. الخوارزمي یوازې دا نه چې د لرغوني هندوانو څخه یې دغه سیستم خپل کړ، بلکې یو مهمه برخه (صفر) یې هم وراضافه کړ. که څه هم نوموړی تر اخره ونه توانېد چې په ریاضيکي ‌ډول سره یې ثابت کړي (ځکه چې هر څه په صفر ووېشل شي پایله یې ناتعریف شوی (صفر) وي)، الخوارزمي وروسته بیا په خپلو څېړنو کې صفر تطبیق کړ چې په پایله کې یې په ځینو مضامینو کې بدلونونه او د ځینو نورو ایجاد ته یې لاره هواره کړه.

ښايي د الخوارزمي تر ټولو لوی کار الجبر ته پرمختګ ورکول وي. (د تکامل او توازن د محاسبې په اړه مختصر کتاب) د هغه د یادګاري کارونو څخه دی. په یاد کتاب کې نوموړي وضاحت ورکړی چې څنګه کولی شو میراث د وېش د اندازې څخه تر جغرافيې پورې د ورځنيو ستونزو په حلولو کې د الجبري معادلاتو څخه کار واخلو. دلته الخوارزمي د لومړي ګام اخېستونکي په توګه کار کړی دی. سره له دې چې پخواني یونانیان د هندسې ماهرین وو خو په دې نه وو توانېدلي چې تیوریکي الجبر ترې بېل کړي چې په دغه ډول سره یې ساینسي پوهه محدوده پاتې شوې وه. د الخوارزمي کتاب الجبر د ریاضي د یوې برخې په توګه د الجبري تطبیقاتو سره خلکو ته د یو بې ساري مضمون په توګه وروپېژندلو. په حقیقت کې د (Algebra) لغت د الخوارزمي د کتاب له نوم څخه اخېستل شوی. د (Algebra) کلیمه د الجبر څخه اخېستل شوې چې د تکامل په معنا ده او د الجبري معادلې د دواړو خواوو توازن ته راجع کېږي تر څو نوموړې معادلې ته حل پیدا شي.

عمر خیام هم د فارسي د لویو ریاضي پوهانو له ډلې څخه و چا چې د (۱۰۴۸ څخه تر ۱۱۳۱م) پورې ژوند کاوه. که څه هم نوموړی په لوېدیځ کې د مینې او تصوف د شاعرۍ په برخه کې ډېر شهرت لري، د ریاضي په برخه کې د لویو پوهانو څخه هم ګڼل کېږي. عمر خیام د ریاضي هغه پولې پراخه کړلې چې تر ده مخکې خلک پرې نه وو توانېدلي. هغه په دې وتوانیده چې د مکعبي معادلاتو ــ الجبري افادو ته په کوم کې چې یو متغیر د درېیو توان ته پورته کېږي، د حل طریقه پیدا کړي. نوموړی ریاضي پوه که تر ټولو لومړنی نه وي نو د لومړنیو ریاضي پوهانو څخه حتماً دی چې د تیوریکي الجبر پولو ته یې پراختیا ورکړه او د دوه حده قضیې لپاره یې فرمول جوړ کړ چې مجموعې ته د انکشاف ورکولو له لارې د الجبري افادې په حلولو کې مرسته کوي. دغه کشفیات ښایي تاسو ته تر حده زیات تیوریکي ښکاره شي او ښایي فکر وکړئ چې یوازې د لېسې د ریاضي زده کوونکو د ربړولو لپاره دي مګر د کارونې او تطبیق ډېر مهم ځایونه لري. د پرمختللي الجبر په واسطه کولی شو د مثلثاتو او حساب په څېر مضامینو کې هم پرمختګ وکړو. مسلمانانو مثلثاتو ته هم پرمختګ ورکړی دی. د لسمې پېړۍ ساینسپوه البتاني د ځینو عملي دلایلو پر اساس په ځانګړې توګه په دغه برخه کې کار کړی دی. د مثلثاتي تابع ګانو او د ستورو په اړه د ابتدايي پوهې درلودلو له لارې کولی شو چې د ځمکې په سر خپل دقیق موقعیت محاسبه کړو. دغه کار مسلمانانو ته د ډېر اهمیت درلودونکی و، ځکه دوی باید د مکې شریفې په لور لمونځ کړی وای. په طلایي دوره کې د دغې ستونزې د حل په موخه لاسي کتابونه تولید شوي ول چې سلګونه ښارونه په کې درج وو. همدا وجه ده چې زرګونه کاله پخوا جوړ شوي مسجدونه اوس هم مستقیماً د مکې په لور دي که څه هم زرګونه کیلومتره لرې دي. مسلمانو ریاضي پوهانو چې د مثلثاتي خصوصیاتو کوم اساس پخوا اېښی و، نن هم ترې په GPS کې استفاده کېږي.

 

ماخذ

هېر شوی اسلامي تاریخ، ۱۱۰-۱۱۳صص.

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.