قمر انسټيټيوټ

ټريننګ او ورکشاپ

د ځوانانو او محصلينو د علمي کچې د لوړتيا په موخه مونږ په خپلو فعاليتونو کې د حضوري سمينارونو او ټريننګونو ته هم ځاي ورکړی .
دا يو له مهمو برخو څخه ده په افغانستان کې د سمينارونو او ټريننګونو برخه کمزورې ده او کم تر سره کيږي، د سمينارونو او ټريننګونو يوه اساسي ګټه داده چې يوه موضوع تر ډېره بريده په کې په سمه توګه او په لنډو کې روښانه کيږي او بايد دې برخې ده جدي کار وشي
مونږ هم دا مهمه وګڼه چې ځوانانو ته د فکر ورکولو او د اساسي او مهمو موضوعاتو پوهولو په پار علمي، اسلامي او ټولنيز بحثونه چمتو کړو .
مونږ په بېلابيلو پوهنتونونو او اکاډميکو مرکزونو په ګڼو هر اړخيزو موضوعاتو باندې سمينارونه وړاندې کړي او د ځوانانو او محصلينو د پراخ ګډون کوربه توب مو کړی ، لأمل دا وو چې مونږ په ټولنيزو رسنيو کې الحمدلله ډېر زيات مينوال لرو او هر څوک غواړي زمونږ په سمينارونو او ټريننګونو کې ګډون وکړي .
او زمونږ د سمينارونو او ټريننګونو لړۍ د هيواد نه بهر هم ترسره شوي او کيږي او په خپل ټيم کې متخصصين او دوکتوران لرو چې د هيواد نه بهر سمینارونه او ټريننګونه چمتو کوي او په نړيوالو علمي او اسلامي بحثونو کې ګډون کوي .
په راتلونکي کې زمونږ پلان ، تصميم او اراده داده چې افغانستان هم د نړيوالو کنفرانسونو، استادانو او ټرينرانو کوربه وي او په لويه کچه د ځوانانو او محصلينو ګډون ته زمينه سازي وکړو، د هيواد او ځوانانو د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو .