قمر انسټيټيوټ
د امام شافعي ژوندلیک

د امام شافعي رحمه الله ژوندلیک

د امام شافعي رحمه الله ژوندلیک

 

نوم، نسب، د زیږیدنې ځای او کال

د امام شافعي رحمه الله  خپل نوم محمد او د پلار نوم یې ادریس دی. په ۱۵۰ کال د اوسیني فلسطین په غزة کې زیږیدلی دی. امام شافعي دقیقا په هغه کال کې پیدا شو چې د عراق د فقهاو ښوونکی، مشر او د قیاس امام، امام ابوحنیفه رحمه الله  ومړ. ځیني لیکوالان پر دې فکر دي چې امام شافعي رحمه الله  په هغې شپې کې پیدا شو چې امام ابوحنیفه رحمة الله  علیه پکې مړ شوی و. له دې خبرې د همدې خبرې د لیکوالانو موخه دا ده چې ووایي په یوې ورځ کې یو امام ومړ او بل پیدا شو، نو ځکه باید ځمکه له یو امام څخه هم خالي نه وي؛ خو په حقیقت کې دغه خبره دومره اهمیت نلري.

امام شافعي رحمه الله کوچینی و چې پلار یې ومړ. کورنۍ یې بې وزله وه او امام شافعي په بې وزلۍ کې را لوی شو. مور یې ډیره ځیرکه او هوښیاره وه؛ ویې وغوښتل څرنګه چې زوی یې غوره نسب او شرف لري باید له خپلې قبیلې او قوم څخه لرې نه وي باید د هغوی په منځ کې اوسیږي؛ هماغه و چې مکې ته لاړ مور یې پر همدې ټینګار کاوه چې باید په مکه کې اووسیږي. د بغداد تاریخ په کتاب کې پخپله له امام شافعي څخه په متصل سند سره روایت نقل شوی دی: په یمن کې پیدا شوم، مور مې وډاره شوه چې خدای مه کړه زما نسب او شرف ته څه زیان ونه رسیږي او راته ویې ویل: باید مکې ته لاړ شې. نو بالاخره مکې ته راغلم او دغه وخت مې عمر لس کاله و؛ څنګه چې مکې ته لاړم، هلته مې پر زدکړې پېل وکړ.

له پېل نه په امام کې وړتیا وه او مور یې هم د هغه وړتیا ته پام شوی و، نو ځکه مکې ته د لیږلو یو لا امل دا هم و چې له خپله وړتیا په کار واچوي او عملا د امت په ګټې یو لوړ مقام ته ورسیږي. امام شافعي په اووه کلنۍ کې قران کریم حفظ کړ. بیا هر کله چې مدینې ته لاړ، هلته د حدیث له ښوونکو څخه حدیثونه لیکل پېل کړ. د حدیثونو لیکلو لپاره به ورسره کاغذونه نه وو بلکې ( د ژوي) پر پوستکو، کاڼي او کله وارې به  حکومتي ادارو ته مستعمل کاغذونو لپاره ورتله ترڅو پر هغه حدیثونه ولیکي. امام شافعي هڅه کوله چې د اجمعیت له اغېز نه پرته سوچه عربي ژبه زده کړي ځکه هغه وخت اجمعیت پر عربې ژبې باندې اغیز کړی و؛ پخپله امام صیب وايي: زه له مکې نه ( د سوچه عربي زده کولو لپار) ووتلم او په صحرا کې د هذیل قبیلې سره چې په عربې ژبه کې د عربو ډیره فصیحه قبیله ده، میشت او ملګری شوم. د هغوی ژبه او عادتونه مې زده کړل، حتی دوی به چې چیرې تلل، زه ورسره سم تلم. کله چې له هذیل قبیلې نه مکې ته راغلم ادبیات، کیسې او اخبار مې زده کړي وو.

امام شافعي هذیل قبیلې سره د استوګنې پرمهال نه یوازې سوچه عربي زده کړه بلکې نور ډیر ښه مهارتونه یې هم زده کړي وو لکه غیشي ویشتل. د غیشو په ویشتلو کې دومره ماهر شوی، که لس غشي به یې وویشتل نو ټول به خپل هدف ته رسیدل. پخپله له امام صیب رحمة الله علیه نه نقل شوي دي، ویل یې: (خپل شاګردانو ته یې ویل) ما په دوو شیانو کې همت او مهارت درلود. یو په غشي ویشتلو کې او بل په علم کې. په غیشي ویشتلو کې مې دومره مهارت درلود چې لس غشي به مې وویشتل، نو یو به هم نه خطا کیده بلکې ټول به په هدف لګیدل. خو د علم په اړه یې څه ونه ویل مګر شاګردانو یې ورته وویل چې ته په علم کې هم د غشي په شان یې.

کله چې امام شافعي  رحمه الله شلن کلن شو، د فتوا ورکولو او حدیثونو د بیانولو مقام ته ورسیده خو پر دې یې بسنه ونکړله چې یوازې دې په مکه کې علم ترلاسه کړي بلکې له مکې نه بهر هم د علم ترلاسه کولو لپاره ووت. امام شافعي ته د امام مالک خبر رسیدلی و چې ډیر لوی عالم دی او له هر ځای نه ورته خلک راځي. وړاندې له دې چې امام مالک ته ورشي، د هغه موطا ډیر شهرت درلود، هغه بې له چا نه د لوستلو لپاره واخیست ویې لوست، کتاب یې چې پوره ولوست، امام مالک ته د ورتللو تلوسه نوره هم ډیره شوه، نو بالاخره یوه ورځ امام مالک ته ورځي. د ورتللو نه وړاندې امام شافعي له ځان سره له مکې نه د مدینې د والي په نوم لیک رواړی وو او له ځان سره د امام مالک کور ته د مدینې والي هم بوځي ترڅو امام مالک ورته حدیثونه واوري ځکه امام مالک به هر چا ته حدیثونه نه اورول. کله چې امام شافعي او والي د امام مالک کور مخې ته ورغلل، دروازه وهي، یوه کنیزه راوځي، د امام مالک پوښتنه ورڅخه کوي… امام مالک راوځي او والي ورته لیک وړاندې کوي. امام مالک چې لیک لولي او د لیک دې ځای ته رارسیږي: … دغی کس ته حدیث بیان کړه. له دې وروسته امام مالک لیک غورځوي او وايي: سبحان الله! اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم علم په وسیلو او ذریعو سره غوښتل کیږي. خو په پای کې امام مالک په یو ډول باندې رضا کیږي چې امام شاشفعي ته حدیثونه بیان کړي. امام شافعي ته یې وویل چې ستا نوم څه دی؟ امام ورته وویل چې زما نوم محمد دی. ورته ویې ویل: محمده! له خدایه وویریږه، له ګناه نه ځان ساته، ته به په راتلونکي کې مهم شخصیت شې، خدای ستا په زړه کې نور ایښی دی، هغه نور په ګناه سره مه وژنه.

دولتي دنده

امام شافعي رحمة الله علیه په بې وزلۍ کې ژوند کاوه. په مدینې کې ورته د بیت المال نه په دې خاطر یوه اندازه بخششي ورته تعین شوې چې د بنو المطلب څخه دی. کله چې امام مالک ومړ، امام شافعي وغوښتل چې د ځان لپاره کوم کار پیدا کړي، نو بېرته مکې ته راغی او په دې وخت کې د یمن والي هم مکې ته راغلی و. خلکو د یمن والي امام شافعي وروپېژنده او له ځان سره یې یمن ته بوتله او په نجران کې دنده ورکړله.

د امام زیار او مصیبت

امام صیب چې په نجران کې دنده درلوده په دې وخت کې پر نجران باندې یو ظالم والي مقرر شو او پر خلکو به یې ډیر ظلمونه کول. امام صیب هم د دې والي پر ظلمونو باندې چپ پاتې کیدلی نشو، نو پر هغه د ظلم د مخنیوي په خاطر، انتقادونه پېل کړل؛ تر دې چې والي ورڅخه په تنګ شو او له امام نه د ځان بې غمه کولو لپاره د لارې پیدا کولو باندې پېل وکړ. په هغه وخت کې د عباسي خلافت په وړاندې د علویانو یوازینی ګواښ و او څوک به چې علویانو سره د اړیکو درلود په تور ونیول شول، هغوی به ژوندي نه پاتې کیده. نو والي هم همدا فرصت غوره وګڼه او هارون الرشید ته لیک ولیږه او په لیک کې پر امام شافعي باندې دا تور لږولی و چې نوموړی له علویانو سره اړیکه لري، خدای مه کړه څوک ستاسو په وړاندې پاڅون ونکړي. نو له لیک لوستلو نه وروسته امام شافعي بغداد ته غوښتل او د هارون الرشید ته استحضار کیږي، بیا هلته په بغداد کې د امام محمد رحمة الله علیه په شهادت سره له امام شافعي څخه تور رد کیږي او پرېښودل کیږي.

عبادت او تقوا

ابن نصر وايي: هر کله چې موږ غوښتل، وژاړو، نو په خپلو کې مو وویل چې هغه هلک (امام شافعي) راولئ ترڅو موږ ته قران تلاوت کړي. چې را مو وسته او تلاوت به یې  پېل کړ او چا به چې ورته غوږ نیولی و، پر ټولو به یې دومره اغېز کاوه چې په ژړا به شول.

مړینه

په ۲۹۴ هجري کال په ۵۴ کلنۍ کې ومړ.

کتابونه

الام

دیوان الامام الشافعي

الرسالة

مسند الامام الشافعي

ماخذ

د اسلامي مذاهبو تاریخ، ابومحمد زهرا؛ ژباړه، پوهاند اسدالله شینواری؛۲۸۱-۳۰۵صص.

 

 

 

 

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.