ګرځنده تليفون تاسو ته وړتيا درکوي، چې کارونه مو له هر ځای څخه وڅارئ، او هم دغه وسايل ډېر په چټکۍ سره د سوداګرۍ پر مخ وړلو لپاره اړينه برخه جوړوي. مګر اندېښنې خبرتيا کولی شي ستاسو پام له هغه څه واړوي چې تاسو يې اجرا کوئ.
په آسټن کې د ټيکساس پوهنتون لخوا ترسره شوې څېړنې ومندله چې ګرځنده تليفون د ګټو تر څنګ تاسو ته زيان هم رسولی شي، لکه ستاسو د پوهې وړ شتون کموي او د سنجويجيکي فعاليتونو مخه نيسي، حتا خلک به داسې احساس کوي چې دوی بشپړ پام خپل کار ته کوي خو له بلې خوا ګرځنده تليفون به د دوی کارونه شاته پاتې کړي.
دا مهمه ده، چې په دفتر کې د ګرځنده تليفون کارولو په اړه روښانه او رسمي سرحدونه وټاکو. لاندې دريو مهمو کارونو ته فکر وکړئ او پر ځان يې عملي کړئ تر څو کارونه مو سم او ورځ مو له ډېرو لاسته راوړنو ډکه وي.
په دفتر کې د ګرځنده تليفون استعمال آداب:
- د ګرځنده تليفوني غونډې:
- ګرځنده تليفون په سوداګرۍ کې د مخامخ خبرو اترو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده، دا په سوداګرۍ کې اړينه وسيله ګڼل کېږي.
- عام نزاکت ( ادب ):
- په کاري وخت کې مو د شخصي وجوهاتو لپاره تليفون مه کاروئ، لکه د ټولنيزو رسنيو، له ملګرو سره بې له ضرورته خبرې او پيغامونه لېږل.
- تليفون مو کاري ځای کې خاموش کړئ او پټ يې له ځان سره په جیب يا بيګ کې واچوئ.
- د يو چا سره د خبرو په حالت کې تليفون ته ځواب مه ورکوئ – له نورو سره خبرې مو خلاصې کړئ او بيا که چېرې ضروري وي تليفون ته ځواب ورکړئ.
- خپل شاوخواته پام وکړئ:
- يو مسلکي زنګ ( اواز ) پر خپل تليفون ثبت کړئ، او کله چې يې پر ميز ږدئ نو خاموش يې کړئ.
- د شخصي يا راز خبرو لپاره له کاري ځای څخه لېرې لاړ شئ او خبرې مو مختصرې کړئ.
- د سپيکر اواز لوړولو څخه ډډه وکړئ، ښه خو داده چې له ګوشې څخه استفاده وکړئ.
هره اداره مختلفه وي، نو تاسو به قوانين د ځانګړيو شرايطو سره برابر کړئ. د مثال په ډول، ځينې خلک شته چې خپلې کورنې او ماشومان يې پرې تکيه کوي، د ځينې قوانينو په ماتولو اجازه وکړئ.
Add comment