قمر انسټيټيوټ

ستونزې لپاره د سرو زرو د خلاصون او نجات کلیانې درواخله !

اوله برخه

کړاونو، تکلیفونو، مصیبتونو، ازمېښتونو، او تنګسیاو ته ستونزې وایی، چې د هر انسان په ژوند کې پرې تیریږي، نفس یې پرې دردمن، روح یې اغیزمن، زړه یې خپه، ذهن یې ګډوډ او فکر او خیال یې بدرنګه شي، په سوچونو کې اخته، ارامي او سکون له لاسه ورکوي.

دا د انساني ژوند یو الهي سنت دی چې هیڅکله بدلون نه مومي، نو په ژوند کې  هیڅوک هم له مشکلاتو او ستونزو محفوظ نه وي.

الله تعالی فرمایي:

وَ لَنَبْلُوَنَّکُمْ بِشَيْ‏ءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ وَ نَقْصٍ مِنَ الْأَمْوالِ وَ الْأَنْفُسِ وَ الثَّمَراتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ [البقره: ۱۵۵]

خامخا به مونږ تاسې په ویرې، لوږې، مالونو، نفسونو تو د میوو په زیان وازمایو او صبر کوونکو ته زېری ورکړه.

نو د ټولو ستونزو حل څه اسانه خبره نه ده ، کله چې کومې ستونزې لپاره ناسمه لاره مو ولټوله؛ نو مشکل یې لا نور هم زیاتیږي، زړه او ذهن به مو په نورو لویو او خطرنامو مشکلاتو اخته کړي، مګر که هفه مشکل سره مو ښه چلند وکړ او د حل ښه او مناسبه لاره مو ورته وټاکله؛ نو همدا تاوانونه پ ګټو بدلولی شې، تکلیف به په سوکالۍ او خپګان به په خوشالۍ بدل شي.

په هغه ژوند کې  د خلاصون په اړه زیار وباسو، چې خوښي پکې له غم، شتمني له فقر، سوکالي او پراخي له سختۍ او مشکلاتو، امن له ویرې، مرسته له ماتې او بریا له ناکامۍ سره ګډه شوې ده.

نو د هر ډول مشکل او ستونزې لپاره د سرو زرو د خلاصون او نجات کلیانې درواخله !

۱: د هر مشکل د حل لپاره لومړی کیلي دا ده چې : پر ستونزه دې اعتراف وکړه، ټول اړخونه یې راټول کړه، مقابله یې وکړه او ځان ترې مه غافله کوه، مه یې ځنډوه، مه نا امیده کیږه او مه ورته تسلیمېږه، ځکه ستونزه د زخم په څیر ده، که همداسې بې غوره یې پریږدې؛ نو درد یې نور هم زیاتېږي.                                                                                                                                

۲: د خپل رب ستاینه وکړه، چې له دې څخه لویه ستونزه درباندې ته ده راغلی، ځکه سره له دې چې ستونزه لویه وي، مګر کله چې د خپل رب شکر وباسې، نو په سترګو کې دې هغه لوی تکلیف او غم سپک ښکاري.                                                               

۳: مخکې له دې چې د ستونزې لپاره د حل کومه لاره ولټوۍ، د ځان پوهنې لپاره یې په اړه خپل معلومات راټول کړه، بیا يې د حل لپاره په ډیر سوچ او فکر لاسونه راونغاړه، چې د خلاصون یوه مناسبه لاره په لاس درشي.

۴: د خپلې ستونزې د حل ټولې لارې چارې یو ځای کړه، مهالویش ورته وټاکه، د هر یوه حل د پایلو په اړه جلا فکر وکړه، په ټولو کې یې یوه غوره کړه او بیا يې په فعاله توګه د پلې کولو لياره یو پلان جوړ کړه.

۵: په دې باور وکړه چې  الله تعالی د هرې ستونزې لپاره د حل لاره پیدا کړې ، نو ځان له ستونزو سره روږدی کړه، هر ډول ستونزه چې درباندې راځي، لومړې يې باید کوچنې وګڼې، له کوچني ستونزې څخه لوی غر مه جوړوه، مه ترې ډاریږه او ځان تع یې بوی مصیبت مه ګڼه، ځکه له دې لارې ستونزې سره دې مقابله او مبارزه اسانیږي او په ډېره لږه موده کې پرې بریا ترلاسه کولې شې.

کتاب: ستونزې مو حل کړئ لیکوال: عایض القرنې

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

1 comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.