قمر انسټيټيوټ

غیبت او شیطانت

غیبت دچا په نه شتون کې ورپسې بدې خبرې کولو ته وایی، چې دا یې په دین کې د کمزورتیا او امانت نه ساتلو دلیل دی، دا د یو ناروغ، مرضي او حسدګر زړه نه راڅرګندیږي، له نورو خلکو سره په مخ کېدو د شرمیدو دلیل دی، نو غیبت سره انسان په پټه له بل چا خپل انتقام اخلي، ځکه له هغه سره نشي مخ کیدی او نه ورسره لیدلی شي، دا د نورو انسانانو د غوښو خوړو تر ټولو ناوړه او نجسه طریقه ده.

نمیمیت، چغل خوري او شیطانت د دوو کسانو ترمنځ د جنګ اچولو لپاره خبرې وړو او راوړو ته وایی، دا کس کوښښ کوي چې دوه کسان خپلو کې سره واچوي، لکه: د دوو ملګرو يا ښځې او خاوند ترمنځ چې څوک د فساد لپاره خبرې وړي راوړي، که دا خبره رښتیا او صحیح وي، یا ناسم او دروغ وي.

غیبت او شیطانت د مینې او محبت اصل بنسټ لمنځه وړي، نېکیانې بربادوي، د ورورولۍ پولې نړوي او پاکې اړیکې خړوي او وفا؛ وژني.

ځیني پوهان یې په اړه داسې وایي: غیبت وینې، زویې او هغه مردار مواد دي، چې له زړه څخه ژبې ته راوځي.

 

حل لارې:

  • له الله تعالی څخه باید و وېرېږئ، تل یې خپل څارونکی وګنئ، نفس ته دا ووایئ، چې غیبت په قران کریم او نبوي سنت کې حرام دی لو له ډیرو بدو کړنو شمیرل کیږي. څرنګه چې الله تعالی فرمایی:

وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ

          تاسې یو د بل غیبت مه کوئ، ایا تاسېدا خوښوئ، چې د خپل مړ ورور غوښې وخورئ، نو تاسې دا بد ګڼئ. الحجرات ۱۲

  • خپله شیطان ته دا اجازه مه ورکوه، چې تاته د نورو خلکو د نه شتون پر وخت د تېروتنو او بدیانو یادونه کوي، دا په زړه کې درته وانه چوي، چې د هغوی بدي ښکاره کول غیبت نه دی.

څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی.

ایا تاسې پوهیږئ، چې غیبت څه ته وایی؟ صحابه کرامو وفرمایل: الله تعالی او د هغه رسول ډیر ښه پوهیږي، نبي علیه السلام وفرمایل: خپل ورور داسې یادول، چې هغه یی بد ګڼي، چا ترې وپوښتل: که دا خبره زما په ورور کې موجود وي؟ بیا هم غیبت دی؟ وفرمایل: که دا خبره پکې موجود وي، نو همدا غیبت دی او که نه وي، نو تا پرې تور پورې کړ.

  • د ځان او جنت ترمنځ د ننوتو لپاره چغل خوري او شیطانت دیوال مه ګرځوه!

ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:

چغل خور او شیطان انسان جنت ته نه ننوځي (صحیح مسلم ۱/۱۰۱)

  • نیکانو، صالحانو او اهل علمو یره کینه چې ستا روزنه او پالنه وکړي.
  • د غیبت پر ځای خپله ژبه تل د الله تعالی په ذکر او استغفار مشغول ساته.
  • خپلو اولادونو ته له اوله سالمه سپارښتنه وکړئ.
  • کتاب ستونزې مو حل کړئ

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.