قمر انسټيټيوټ

ستونزې لپاره د سرو زرو د خلاصون او نجات کلیانې درواخله دوهمه برخه

۶: د زړه له تله د خیر او شر پر تقدیر او فیصله ایمان ولره، د هر مصیبت پر وړاندې خپل نفس ته ډاډ ورکړه چې څه درته لیکل شوي وي، هغه درته حتما رسیږي، هیڅکله داسې څه درته نه رسیږي چې الله تعالی لیکلی نه وي، الله تعالی فرمایي:

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ  [التوبه:۵۱]

 ای پیغمبره ! ورته ووایه هیڅکله مونږ ته (زیان) نه رسیږي، مګر یواځې هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلی وي، هغه زمونږ کار ساز دی او مومنان دې پر الله تعالی توکل وکړي.

۷: هیڅکله نا امیدی او شکست ته پر ځان د بریا او غلبې وخت مه ورکوه، ځکه فکر به دې کار پریږدي، خیال او سوچ به دې ګډوډ او ژوند به دې تریخ شي، بیا به هیڅکله به د خپلې ستونزې حل لاره ونه مومې، نو په کلکه، لوړ عزم او قوي اراده ورسره مقاومت وکړه او له دې پیښئ ښه پال ونیسه.

۹: د خپلې ستونزې د حل لپاره له شاوخوا نږدې، مخلصو او هوښیارو ملګرو مرسته وغواړه، له مرستې او مشورې غوښتلو هیڅکله شرم مه کوه.

۱۰: له هرې ستونزې سره چې مخ کیږئ، نو مقابل کې يې د اجر او بدلې هیله ساته، د خلاصون لاره به درته اسانه شي، که صبر وکړې هغه لوی اجرونه او لوړې درجې در په یاد کړه، چې الله تعالی یې ژمنه کړې، نو باید الله تعالی په دې فیصلې خوښ اوسې او خپلې ټولې چارې بخښونکې او قدردان ذات ته وسپارې.

۱۱: د هرې پریشانی پر وخت دا کلمات تکراروه: 

حَسبُنَا اللَّهُ وَنِعمَ الوَكيلُ

کتاب: ستونزې مو حل کړئ لیکوال: عایض القرنې

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.