قمر انسټيټيوټ
څه ډول په ژوند کې د ځان لپاره هدف و ټاکو ؟

څه ډول په ژوند کې د ځان لپاره هدف و ټاکو ؟

 

مونږ څه اړتیا لرو د ځان لپاره  په ژوند کې هدف وټاکو ؟

هدف په دې دنیا کې هر شي ته ټاکل شوی، لیکن انسانان یواځیني غړي د دنیا دي چې هغوی خپل ځان ته خپله هدف ټاکلی شي په ژوند کې . یو هغه هدف دی چې مونږ ته الله ﷻ ټاکلی او بل هغه هدف دی چې مونږ یې خپله ټاکو په خپل ژوند کې .

عمومي  هدف زمونږ په سورة الذارِيات  کې دی الله ﷻ فرمایی  ( وَمَا خَلَقْتُ ٱلْجِنَّ وَٱلْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ) ژباړه : او نه دي پیدا کړي ما پیریان او انسانان مګر لپاره ددې چې عبادت وکړي دوي زما . دا جدا خبره ده  په دې اړه ان شاء الله تفصیلي خبرې کولی شو.

لیکن بې هدف ژوند داسې یوه مانا لري چې یو کس چانه پوښتنه کړې وه چې  دا سرک چیرته ځي هغه ورته وویل ته چیرته ځې لاروي ورته وویل هر چیرته ، دې بل کس ورته وویل نو بیا هر سرک نیسه او ځه بیا پوښتنه ولې کوې .

بدون د هدف څخه ژوند انسان د ژور خفګان سره مخ کوي، ژوند به دې بې مانا وي، د ځان په ارزښت به نه پوهیږې او حیران به یې چې څه وکړم .د امریکا په یو پارک کې یوې جنۍ ځان وژنه کړې وه او لیکلي یې وو چې زما هدف څه شی ده، زه پیدا ولې یم دغه موضوعات ددې لأمل شو چې ځان وژنه وکړي .

راځم او په دې خبرې کوم، چې مونږ ځان ته څنګه هدف و ټاکو، شرایط د هدف څنګه وي او څنګه مخ ته لاړ شو بیا تاسو خپله ځان لپاره هدف وټاکئ .

ته چې کوم هدف ټاکې ستا دغه هدف باید د الله ﷻ په هدف کې وي لکه مخکې چې مونږ په سورة الذارِيات عمومي هدف وویلې چې د الله ﷻ عبادت دی دلته د الله ﷻ عبادت څخه مانا څه ده یانې ته چې په دې دنیا کې هرکار ترسره کوې چې الله ﷻ ویلي چې دا حلال دي دا د لله ﷻ هدف دی .

اول : تاسو چې ځان ته هدف ټاکئ دا باید محدود وي لکه زه غواړم ډاکټر شم بس داشو ستا هدف .

دوهم : باید خپل هدف په اړه معلومات ولرئ مثلا زه څومره وخت کې کولی شم چې  ډاکټر شم، داسې نه چې هدف دې ټاکلی وخت یې هم معلوم نه وي په خپل هدف هم نه پوهیږې د بېلګې په توګه زه غواړم په نړۍ تر ټولو غټ برج جوړ کړم خو نه پوهیږم چې په نړۍ تر ټولو غټ برج کوم دی باید وپوهیږم چې  برج خلیفه تر ټولو غټ برج دی تقریبا ۸۵۰ متره ده زه باید ۹۰۰ متره جوړ کړم چې تر ټولو لوي وي او هدف ته ورسېږم .

دریېم : هدف باید انداره شي مثلا اوس دولسم ټولګي کې یم باید اماده ګي ونیسم بیا طب ووایم او بیا ډاکټر شم دا ډېر مهم دی چې  باید معلوم وي  چې زه اوس په کوم ځای کې یم څومره سفر راته پاتې او څومره باید لاړ شم .

څلورم : باید خپل پلان په کاغذ کې ولیکې چې تر ۲۰۲۲ کال پورې دغه ځای ته ورسېږم الحمدالله ما په ۲۰۱۲ میلادي کال د ۲۰۲۰ کال اهداف لیکلي وو الحمدالله ټولو ته رسېدلی یم یو دا رانه پاتې شوي وو چې باید حافظ د قران شم چې کله دې دا ولیکل بیا نه ستړی کیږې چې مخکې  لاړې بیا وایې چې لږ نور هم مخکې لاړشم بله ښېګڼه یې داده چې دا کومې ستونزې دې ژوند راځي د هغوي په اړه تشویش نه درځي د هغوي سفرګورې او سفر کې مشکلات راځي او زه باید ځان هدف ته ورسوم .

پنځم : دلته یوه بله مهمه موضوع هم ده د خپل  هدف قیمت باید وټاکې ځکه د هدف لپاره به ته ځینې شیان له لاسه ورکوې مثلا ما دا قیمت ټاکلی چې د خپلې کورنۍ سره وخت نه شم تېرولی الله تعالی شاهد دی ما تېرو پنځه کلنو کې یوه بشپړه ورځ هم کورکې  نه ده تېره کړې سهار اته بجو څخه د ماښام تر اته بجو پورې او خپلې کورنۍ ته مې هم ویلي چې دا زما د هدف قیمت دی .

 

 

 

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.