غواړئ بريالي شئ؟ په خپل اضافي وخت کې دغه اوو ۷ کارونه ترسره کړئ
آيا پوهېږئ، نوي کارونه څلور ځلي زيات د کاميابۍ په نسبت ناکامېږي؟ آيا پوهېږئ، د کامياب کاروبار درلودل ولې ستونزمن کار دی؟ دا يو شمېر فکتورونو ته منسوب دی، يو له هغو کېدای شي چې پدې ځان پوه کړئ چې بنسټ اېښودونکی خپل اضافي وخت څنګه تېروي.
هغه څه چې تاسو په اضافي وخت کې ترسره کولی شئ، ډيری وختونه ستاسو د مسلکي هڅې برياليتوب ته اړتيا لري. بريالي کسان خپل اضافي وخت څخه ګټه پورته کوي، دوی خپل وخت په کوچ کې نه تېروي.
که تاسو د يو سوداګر په حيث برياليتوب لپاره مبارزه کوئ، نو اړينه ده چې تاسو دغه ليکنه په دقيقه توګه ولولئ، او پدې ځان پوه کړئ چې خپل اضافي وخت به څنګه تېروئ.
په دې ليکنه کې درسره هغه عادتونه شريکوو چې په خپلولو سره به يې تاسو د برياليو اشخاصو له جملې څخه راشئ.
- تمرين (سپورت):
د بدن او دماغ دواړو لپاره کار کول ښه دي. د مختلفو څېړنو به نتيجه کې په ورځ کې نيم ساعت يا په اونۍ کې درې ورځې سپورت کوونکي د نورو په نسبت ښه احساس، ښه فکر او هم د وړتيا کچه يې لوړه وي. پداسې حال کې چې خپل تجارت (سوداګري) پرمخ وړئ نو لازمه ده چې فعاله پاتې شئ او ذهن مو چټک اوسي. دا چې فعاله اوسئ نو هڅه وکړئ چې هره ورځ تمرين وکړئ. - شوقونه (علاقمندي):
آيا تاسو درک کړې چې اکثره بريالي شخصيتونه چې تاسو يې پېژنئ، هم د کار نه بهر د زړه پورې ژوند طرزالعمل رهبري کوي؟ هو، بريالي شخصيتونه د کار سره سره د تفريح لپاره وخت ځانګړی کوي او له ژوند څخه خوند اخلي. هغه څه چې شوق ورسره لرئ، ښه منبع ده چې ستاسو وړتيا لوړه کړي او ورځني کاري فشاونه مو راکم کړي. - زده کړه:
برياليتوب اکثره د زده کړې سره مينه رامنځته کولو په معنا ده. که غواړئ په خپل ځان کې د زده مينه راوپاروئ، نو هڅه وکړئ چې څه نوي زده کړئ. ځينې خلک غواړي چې مختلفې ژبې ده کړئ؛ نور يې بيا د تخنيکي پانګو اچولو زده کړې سره مينه لري. ډيری نور يې هغه څه زده کوي چې د دوی د مسلک لپاره اړين وي، لکه د مختلفو پروګرامونو زده کړه. د نويو شيانو زده کړه کولی شي ستاسو شخصي او کاروباري توليداتو ۳۷ سلنه لوړه کړي. نن سبا انټرنيت څخه په زرګونه کسان په مختلفو برخو کې زده کړې کوي. - د ذهن پاکول:
ځينې لاملونه شته چې نن سبا يوګا (Yoga) يو مشهور روغتيائي کړنو څخه شمېرل کېږي: د ذهن پاکول به تاسو آرامه کړي، د پرمختګ کچه مو لوړه کړي، وړتيا مو لوړوي او د عمومي روغتيا ساتنه مو کوي.
د پورته ذکر شوي کړنې څخه بغير هم تاسو کولی شئ چې د ورځې په يوې برخې کې د ۱۰ يا ۲۰ دقيقو لپاره آرامه کينئ او ذهن ته مو ارامتيا ورکړئ. - خدمت (مرسته):
بريالي اشخاص د خپلو کارونو تر څنګ نورو ته هم پام کوي، د نورو مشکلات خپل مشکلات ګڼي او تر خپلې وسې هڅه کوي چې مشکلات يې حل کړي. له نورو سره مرسته ستاسو کاري فشار راکموي او تاسو خوشحاله ساتي. - مطالعه کول:
د برياليو اشخاصو مطالعې سره ډېره مينه وي، ځکه دوی پوهېږي چې مطالعه دوی همېشه فعاله ساتي او ډېره زده کړه ترې کوي. که تاسو د ورستيو خبرونو، ځان يو ښه سوداګر جوړولو، او يا د هغو کسانو د ژوند په اړه مطالعه کوئ، دغه ډول مطالعې ستاسو وړتيا لوړوي او هم په کاري ځای کې مو د خبرو اندازه سموي. - کورنۍ:
په اونۍ کې د څو ساعتونو لپاره خپل ټول کارونه او نور مسايل شاته واچوئ او بيا خپل پام هغو ته واړوئ چې تاسو ورسره ډېره مينه لرئ. د څو ساعتونو لپاره مو پام خپلې کورنۍ او د کورنۍ غړو ته واړوئ او وګورئ چې څه روان دي، د کورنۍ غړو ته مو مينه ورکړئ او دغه څو ساعتونو څخه مو خوند واخلئ. روغ، خوشحاله او ګټور خلک پوهېږي چې هغو کسانو ته وخت ورکړي چې دوی ورسره مينه لري، دغه کړنه له دوی سره مرسته کوي چې د بريا په لور يو ګام مخکې لاړ شي.
ژباړه: خالد دانشيار
مننه کور مو ودان خایسته لیکنه وه