د وخت د مديريت لپاره اړينې لارښوونې
په ژوند کې یو له مهمو پوهو څخه د وخت مديريت دی. که چېرې تاسو خپل وخت په ګټوره توګه نه مديريت کوئ، نو د خپلو اهدافو ترلاسه کولو او د د ژوند روزمره کارونو په ترلاسه کولو به بريالي نه شئ. آیا کله داسې شوي دي چې مجبور یۍ پرته د وېښتو له ږمنځلو کاري ځای ته لاړ شئ او یا مو کاري اړيکې د وخت په اخېر او یا د کورنۍ په څنګ کې ځواب کړي وي؟ که داسې وي نو شايد احساس یې کړئ چې د وخت او ژوند واک مو له لاسه وتی دی.
په حقيقت کې وخت تر ټولو لوی برابرونکی دی. پروا نه کوي چې تاسو څوک یاست، تاسو عمر، ستاسو عايد، جنسيت، نسل او دين مربوط یاست، ټول يو شان وخت لري، ځکه ورځ او شپه د ټولو لپاره ۲۴ ساعته دی. د بډای او فقیر لپاره یو شان وخت دی. ضروري نه ده چې تاسو څومره وخت لرئ، ضروري دا ده چې تاسو یې څنګه مديريت کوئ.
پدې ليکنه کې مو درته د وخت د مديريت لپاره ځينې اړينې لارښوونې راخيستي.
- خپل اهداف وپېژنئ:
ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسو په هغو فعاليتونه بوخت یاست کوم چې ستاسو سوداګري اهدافو ملاتړ کوي، که هغه اوږ مهاله او که لنډ مهاله وي. بيدون له سوداګرۍ کارونو څخه مو وخت ضايع کوونکي دي. ستاسو ورځنی پلان بايد د کارونو او فعاليتونو په اړه منظم وي، چې په مستقيم ډول د عوايدو توليد او ستاسو سوداګرۍ ته وده ورکوي. - په ښه توګه ځینې کارونو ته لومړيتوب ورکړئ:
سټیفن کيووی، د لومړي شیانو لومړی مرستيال، د سترو او سمدستي دندو پر اساس ستاسو د اجراء کېدو کارونو ليست لپاره ليست جوړونې وسيله وړاندې کوي. ستاسو روځني کارونو ته په کتلو سره، ستاسو فعاليتونه په دې بېلا بېلو برخو کې مناسب دي.- مهم او سمدستي غوښتونکي کارونه – هغه کارونه چې بايد اجراء یې کړئ. همدا اوس یې تر سره کړئ.
- مهم، خو سمدستي نه غوښتونکي کارونه – هغه کارونه چې اړين وي خو سمدستي اجرائت ته ضرورت نه لري، نو په پام کې یې ولرئ چې کله به یې ترسره کوئ.
- سمدستي غوښتونکي، ليکن مهم نه – هغه کاورونه چې کله یې سرته ورسوي او بيا هيڅ ارزښت ونه لري.
- نه مهم وي او نه سمدستي غوښتونکي – هغه کار کوونکي چې ډیر مصروف اوسئ، دغه شان کارونه دې اخر ته واچوي.
خپل هغه څلور یا پنځه کارونه چې ډیر ضروري وي له ځان سره یې د ياداشت په کتابچه کې ولیکئ، او په ياد یې ولرئ چې همدا نن به یې ترسره کوئ. کله چې مو کارونه ترسره کړل نو بيا مو د ياداشت کتابچې سره پرتله کړئ. دغه کار به تاسو ته ډاډ درکړي چې کارونه مو ټول په وخت سره ترسره کړي او د نورو کارونو په اجراء کولو کې به مو تشويق کړي.
نور ولولئ: کليک وکړئ
- له ځان سره له مخکې پلان ولرئ:
يو له غلطو کارونو څخه دا دی، چې کاري ځای ته بېدون له دې چې پلان ولرئ ورتګ دی. هغه وخت چې تاسو یې د پلان جوړولو او فکر کولو لپاره مصروفوئ، له هغه بې پلانه کار پيلولو څخه ډیر ښه دی. ستاسو د شخصيت په نظر کې نيولو سره یو له دغو انتخابونو څخه غوره کړئ:- د شپې له مخکې څخه پلان:د ورځې په اخر کې خپل کاري ميز پاک کړئ او ۱۵ دقيقو لپاره کينئ او فکر وکړئ، چې سبا ورځ به څه کوئ.پدې سره به تاسو سبا سهار د ارامۍ احساس وکړئ او کارونه به مو په منظمه توګه مخکې لاړ شي.
- اول کار په سهار کې: کاري ځای ته سهار ۱۵ دقيقې مخکې لاړ شئ، او خپل کارونه مو له مخکې پلان کړئ. پدې سره به ستاسو ورځ ډیره ګټوره تمامه شي.
- د مخدره توکو او الکولو له استعمال څخه ډډه وکړئ:
ممکن وغواړئ چې کله کله له ملګرو سره خوشخالي وکړئ او يا د اونۍ په پای کې د فشار د کمولو او ځان آرامولو لپاره څښاک وکړئ؛ خو څومره ژر چې کېږي دا کارونه پرېږدئ. دغه کار مو نه يواځي دا چې صحت ته ضرر رسوي بلکې ستاسو وخت هم بې ځايه تېرېږي. - د ځان خيال ساتئ:
کوښښ وکړئ، چې په کافي اندازه خوب او تمرين وکړئ. د فعال ذهن په درلودولو سره به مو روزمره کارونه په کم وخت او په سمه توګه سرته رسيږي.
ژباړه: خالد دانشيار
ډېر ښه ، مننه له غوره معلوماتو.