قمر انسټيټيوټ
د مطالعې لپاره ۱۰ لس ساده او اسانه لارښوونې

د مطالعې لپاره ۱۰ لس ساده او اسانه لارښوونې

د مطالعې لپاره ۱۰ لس ساده او اسانه لارښوونې

د هر زده کوونکي د مطالعې کولو مختلفې طریقې وي. تاسو څنګه مطالعه کوئ؟ تاسو څنګه پوهیږئ چې څه شي ته باید لومړیتوب ورکړئ؟ د هرې ازموینې او د هر زده کوونکي مختلفې طریقې وي چې هغه یې ازموینې ته د چمتوالي لپاره استعمالوي. دلته مونږ هغه لارښوونې تاسو ته درښیو چې د هر زده کوونکي لپاره اړینې دي. زه باوري یم که چیرې تاسو دغه لارښوونې تعقیب کړئ نو ازموینې به مو ښې تیرې شي.

  1. خپل ټولګي ته روزمره لاړ شئ او درس ته ښه په غور پاملرنه وکړئ. تر ټولو مهم شی چې تاسو یې کولی شي، لاړ شئ او خپل استاد ته د تدریس په مهال غوږ ونیسئ. پدې سره به تاسو ته د دې احساس وشي چې صنف ته څه پخاطر راځم او هم به تدریسي موادو سره اشنائي پیدا کړئ.
  2. خپل لیکلي نوټونه مو یو ځل بیا ولیکئ.
     دا تر ټولو اسانه لاره ده چې خپل لیکلي نوټونه مو یو ځل بیا ولیکئ ، خو که چیرې تاسو ټولګي ته تللي یاست. د هر څو ورځو وروسته مو خپل ټول اخیستي نوټونه په یوه بله کتابچه کې ولیکئ. ستاسو ټول اخیستي نوټونه کېدای شي کم یا زیات وي ځکه چې د استاد له خولې څخه نوټ په مکمله توګه نوټ نشو اخیستئ نو به همدې خاطر هغه نیمه نوټ مو په بله کتابچه کې په منظم ډول ولیکئ. مهم معلومات ترې په وړو وړو ورقو کې ولیکئ او که کوم مشکل مو پکې لره له خپلو ټولګیوالو سره یې په ټولګي کې یو ځای کړئ.
  3. خپل نوټونه مو په تېز اواز ولولئ.
    خپل نوټونه مو په لوړ اواز سره ولولئ تر څو ټول درسونه مو په ښه ډول ذهن کې کیني. دغه شان لوستل به یو تکراري لوستل وي چې تاسو یې خپل ځان ته وايئ. دا عین ډول د نوټونو بیا لیکلو معنا لري خو پدې کې مو وخت کم مصرفیږي.
  4. هر مضمون مو بل کس ته تدریس کړئ
    که تاسو کولی شئ چې خپل زده کړي درسونه مو نورو ته تدریس کړئ، نو دا به تاسو سره په ذهن کې پاتي کېدو کې پوره مرسته وکړي. پدې سره به ستاسو زده کړي درسونه بیا ځل لپاره تکرار او هم د تل لپاره په ذهن کې پاتي شي.
  5. رنګه کاغذ باندې مهم ټکي ولیکئ
    په رنګه کاغذ باندې د خپل درسونو هغه مهم نقاط لیکل تاسو ته د ټول درس خلاصه درکوي. پدې سره به تاسو په ائینده کې که وغواړئ خپل کتاب، چپټر او نوټ مطالعه کړئ دا به تاسو سره مرسته وکړئ تر څو وخت مو کم مصرف شي.
  6. رنګ وکاروئ
    د رنګه قلم، هايي لایټر او نور داسې مواد چې هغه وکولی شي ستاسو د درس مهم نقاط روښانه کړي نو استعمال یې کړئ. پدې کار سره به ستاسو نوټ ډیر ستړی کوونکی نه وي، نو تاسو به وکولی شئ تر څو له مطالعې څخه خوند واخلئ.
  7. چیک لست جوړ کړئ
    هر کله چې تاسو خپل درسونه مطالعه کړل نو کوښښ وکړئ د ټولو درسونو هغه عنوانونه ځان سره په یو چیک لست کې ولیکئ. پدې کار سره به تاسو خپل ځان هم تشویق کړئ تر څو یاد چیک لست مطابق ټول درسونه مو د ازموینې لپاره زده کړي دي.
  8. د تفریح لپاره وخت وباسئ
    کوښښ وکړئ، د مطالعې څخه وروسته داسې کار ترسره کړئ چې هغه تاسو لپاره تفریح شي. له ملګرو سره کیناستل، خپلې کورنې ته زنګ وهل او ورسره خبرې کول، ټولنیزې رسنۍ استعمالولو او همداسې نور ډير کارونه چې هغه تاسو ته تفریح درکړي.
  9. خپل ځان تشویق کړئ
    یو هدف وټاکئ، کله چې هغه هدف ته ورسېدئ نو خپل ځان ته انعام وړکړئ! پدې سره به تاسو وکولی شئ چې خپل ځان ته تشویق ورکړئ.
  10. د قدم وهلو لپاره لاړ شئ
    بهر ته لاړ شئ او خپلو سترګو او پښو ته مو حرکت او بدلون ورکړئ. یو کوچني تفریحي پارک ته لاړ شئ. پدې سره ستاسو د سترګو بدلون وشي او هم پښو ته به مو حرکت ورکړای شئ.

دغه پورتنۍ لارښوونې په د هرې درجې زده کوونکي سره مرسته وکړئ تر څو په ښه ډول سره مطاله وکړئ او په ازموینه کې په ښه نتیجه بریالی شي. ژباړه: خالد دانشیار سیدي

Qamar Institute

Add comment

Qamar Institute

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.