د مسلمانانو طلايي پېر او فزیک
ریاضیاتو یوازې مسلمان ساینسپوهان تر دې ځای راورسول. که دوی واقعاً غوښتل چې په هغو اصولو پوه شي د کومو په وسیله چې الله تبارک و تعالی کاینات کنټرولوي نو هغه مفکورې چې ریاضی پوهانو جوړې کړې وې باید په حقیقي نړۍ باندې یې پلي کړې وای. دا هماغه ځای و چېرته چې د مسلمان فزیک پوهانو بااستعداده ډله صحنې ته راغله. د نورو مسلکونو په څېر مسلمانانو ساینسپوهانو بیا هم د لرغونو تمدنونو د پرمختګ څخه پیل وکړ او د دوی کارونه یې عربي ته وژباړل. مسلمانانو په مختلفو علمي دودونو او همدارنګه په پراخه اندازه ساینسي دودونو باندې چې اسلامي نړۍ په کې مخکښه وه، ډېره پانګونه وکړله. د طلايي دورې فزیک پوهانو د دغه مضمون ځینو بنسټیزو مفاهیمو ته پرمختګ ورکړ. د دوی کار د نیوټن (Newton) او اینسټاین (Einstein) په څېر لویو ساینس پوهانو د لاسته راوړنو ته د لا ډېر انکشاف ورکولو اساس ايښودلو کې مرسته وکړه.
ابن الهیثم چې (۹۶۵ څخه تر ۱۰۴۰م) پورې یې ژوند کړی و، له لومړنیو ساینس پوهانو څخه و، چا چې دغه دوامداره علمي دود ته وده ورکولو کې برخه واخېستله. هغه اصلاً د عراق و او د خپل عمر په لومړنیو کې یې د عباسیانو په واکمنۍ کې د مدني مامور په توګه کار کاوه خو ژر یې خپله دنده پرېښودله تر څو په قاهره کې چې د عباسیانو سیالې امپراتورۍ فاطمیانو مرکز و د هیله بخښونکې علمي مرکز سره دنده ترسره کړي خو وروسته د فاطمیانو د واکمن سره د شخړې له امله په قاهره کې په کور کې نظر بند کړل شو[1]. دغه کار هغه او په خپله د فزیک مسلک ته ګټور ثابت شو. هغه په داسې حال کې چې په خپل کور کې نظر بند و، وتوانېد چې د نور (Light) په اړه خپلې څېړنې او مطالعات وکړي. د لرغوني وخت راهېسې د نور په اړه مطالعه او د نور ځانګړتیاوو ان تر ټولو ښه ذهن لرونکي خلک هم ګنګس کړي و. د ابن الهیثم په وخت کې د نور په اړه یوه مهمه مفکوره چې بطلیموس ورته انکشاف ورکړی و، مشهوره وه. په دغه نظریه کې ټینګار شوی و چې نور یوه وړانګه چې له سترګو څخه ووځي، په اجسامو لګېږي او بېرته سترګې ته راځي په پایله کې یو نفر په دې توانېږي چې لیدل وکړي. د لرغونو یونانیانو د ټولې نړۍ د پېژندنې دود د فلسفې په ذریعه د ابن الهیثم د باور سره په ټکر کې راغی. نوموړي ساینسپوه ټینګار کاوه چې ساینسي نظریې باید د تجربو او عملي مشاهداتو پر اساس جوړې شي. هغه د نور په طبعییت سلګونه تجربې وکړې. د تجربو په ترڅ کې هغه په ساینس ډېره او په فلسفې لږه اتکاء کوله. په پای کې نوموړی دې پایلې ته ورسېد چې د سترګې څخه د نور خپرېدلو تیوري په بشپړ ډول سره ناشونې ده. د دې پر ځای هغه داسې تیوري رامنځته کړه چې نور د مختلفو اجسامو د نقطو څخه سترګې ته راځي او دغه ډېرې وړانګې په معلوماتو بدلېږي چې وروسته یې دماغ پروسس کوي. کوم وخت چې په فارس کې ابن سینا سترګې عملیات کولې تر څو پوه شي چې څنګه نور ترې تېرېږي، هماغه مهال ورته تجربې په مصر کې ابن الهیثم کولې.
له څو کالو هلو ځلو، څېړنو او تجربو څخه وروسته، ابن الهیثم یو کتاب ولیکه چې په هغه وخت کې د ډېر نوښت درلودونکی و. د نظر اړوند کتاب(Book of Optics) کې ابن الهیثم استدلال کوي چې رڼا د وړانګو څخه جوړه شوي ده، چې په مستقیم خط حرکت کوي. نوموړي دې نظریې ته د (د تیارې کمره/Camera Obscura ) الې په جوړولو سره خپلې نظریې ته نور انکشاف هم ورکړ. یاده آله د نور ضد بکس څخه جوړه شوې وه چې یو وړوکی سوری یې درلود. په دېوال باندې په بکس کې دننه سوري ته مخامخ، یو انځور نصب شوی دی چې هر هغه څه چې سوری ورته اشاره کوي، ښکاره کوي. نوموړي دلیل وړاندې کړ چې دا کار یوازې هغه وخت شونی دی چې د اجسامو څخه د رڼا مستقیمې وړانګې د سوري له لارې د بکس داخل ته راشي او په مخامخ دېوال ولګېږي. ابن الهیثم د ټیکنالوژۍ د کموالي سره مخ و تر څو یې خپلې (Camera Obscura) کمرې ته پرمختګ ورکړی وای کومه چې د عصري کمرو چې نن ورځ انځور اخېستلی شي د جوړولو په لار کې لومړنی قدم و. د سترګو اړوند علم (Optic) کې د دغه لارښوونکي مطالعې څخه پرته ښايي (۱۰۰۰) کاله وروسته څوک د کمرې په جوړولو نه وای توانېدلي. هغه په دې هم وتوانېده چې د ځمکې د اتموسفیر د ژوروالي په اړه خپله محاسبه کې د ستوري پېژندنې او د سترګو د علم مسلکونه یو ځای سره راولي. د هغو اصولو په کارولو سره چې د منکسرو (ماتو) وړانګو د ځانګړتیاوو څخه یې لاسته راوړي و، هغه دې پایلې ته ورسېده چې په غروب کې د اسمان رنګ د هغه زاویې پر اساس چې په اتموسفیر لګېږي، بدلیږي. د رنګونو او د لمر موقعیت زیاتره وخت د ځمکې سره د ارتباط پر اساس، هغه د ځمکې د اتموسفیر د پراخوالي داسې محاسبه وکړه چې ډېره غلطه نه وه. دا محاسبه په اسمان کې د امریکا او شوروي اتحاد د فضايي بېړۍ تر چاودېدو پورې نه وه تایید شوي او وروسته تر هغې دوی په دې وتوانېدل چې د هغه دا محاسبه تایید کړي.
د ابن الهیثم لاسته راوړنې پخپله کتابونه ډکولی شي او په حقیقت کې یې همداسې کړي هم دي. د راپورونو پر اساس هغه (۲۰۰) کتابونه لیکلي و خو نن ورځ یوازې لسګونه یې پاتې دي. هغه د ذره بین، د حرکت قانون، تحلیلي هندسه، حساب، ستوري پېژندنه او ان تجربوي ارواپوهنې په اړه هم لومړي قدمونه اخيستي ول. کله چې د هغه ټولې لاسته راوړنې سره یو ځای کوو نو رښتیا هم سړی د هغه رښتوني میراث؛ ساینسي مېتود (Scientific Method) قدرداني کولی شي. نن سبا د نوموړي دغه مېتود هغه تخنیک ګڼل کېږي چې ټول ساینس پوهان پرې ساینسي پوهه ترلاسه کوي. ابن الهیثم په بشپړ ډول سره په ساینسي مشاهداتو او تجربو تکیه کولو سره ــ دغې طریقې ته چې اوس موږ ورته ساینسي مېتود وایو ــ ساینس د لرغونیو یونانیانو فلسفې څخه خلاص کړ. د ساینس د بشپړ مسلک په اړه د عصري نړۍ پوهه د یاد لوی عالم له خوا پیل شوي مېتودونو باندې مبنا ده. د دې سوال د ځواب لپاره چې ولې هغه په ساینس کې دومره ژور تللی دی، ابن الهیثم په لنډ ډول سره ویلي دي: “زه په ثابت ډول سره پوهه اوحقیقتونه لټوم او دا زما عقیده ده چې د الله جل جلاله نږدېوالي او رحمت ته د لاسرسي لپاره د حقیقت او پوهې د لټولو څخه پرته بله غوره لار نه شته.”
د ابن الهیثم له مړینې څخه وروسته، مسلمانو ساینس پوهانو د هغه کشفیاتو ته ادامه ورکړه او د دوی د کارولو لپاره یې عملي ځایونه پیدا کړل. نوي اختراعات او په زړو اختراع ګانو کې اصلاحات راوستل په دوامداره توګه په ډېرېدو و چې په کې د اوبو د پرمختللو ساعتونو څخه د کېمیا د لابراتوار تر تجهیزاتو پورې شامل و. د پېچي میل، د اوبو پمپونه، د نظر عینکې، قطب نما، بې ماشینه الوتکه، د څښاک ګیلاسونه او ان د اوبو په قوت چلېدونکي روبوټونه ټول په دیارلسمه پېړۍ کې په اسلامي نړۍ کې را ښکاره شول. دا لېست ادامه لري. څه چې مهم دي چې باید یاداشت کړل شي دا دي چې د ساینس د پرمختللي مطالعې په واسطه د ټېکنالوژۍ په ډګر کې په اسلامي نړۍ کې انقلاب راغی. کله چې د مسلمانانو د ساینسي تخلیقي وړتیاوو رڼا په تتېدو شوه ــ ځکه چې صلیبیانو او منګولیانو په دولسمه او دیارلسمه پېړۍ کې د مسلمانانو مرکزي ځکمې لوی زیان سره مخامخ کړې ــ مسیحي اروپا پرمختګ ورکړ. هلته د کپرنېکس، ګالېلیو، او نیوټن چې ټول د پخواني اسلامي سایسني ادبیاتو سره اشنا وو او تقریباً په یقیني توګه یې تر اغېز لاندې وو، آثارو څخه یو بل ساینسي انقلاب رامنځته شو.
ماخذ
هېر شوی اسلامي تاریخ،۱۲۰-۱۲۵صص.
[1] ابن الهیثم د مصر فاطمي خلیفه الحکیم سره وعده کړي وه چې د نیل پر سیند به بند جوړوي تر څو د یاد سیند اوبه پر کروندو ور برابرې کړي او هغه سیلابونه به کنټرول کړي چې مصریان له ډېر پخوا څخه ورسره لاس او ګرېوان وو، خو کله چې ابن الهیثم د نیل په غاړه پورته سفر وکړ او اهرامونه یې ولیدل نو دی وپوهیده چې خپله طرحه نشي عملي کولای او دې پروژې څخه یې لاس واخیست چې دې سره یې د فاطمي خلیفه غصه راوپاروله او دی یې په کور کې نظر بند کړ.
Add comment