تراوسه ډېر زيات مسلمانان مړه شوي، له ميلونونو څخه زيات خو پدې ډله کې بصضو نومونه اوس هم ژوندي دي، اوس هم د هغوۍ د خبرو څخه خلک ګټه اخلي، اوس هم خلک يې کتابونه لولي، په مختلفو ژبو ترجمه کيږي او سلګونه کلونه وروسته يې هم خلک پېژني.
چې دا ولې!؟
داسې کوم کار وو چې د دوئ نوم يې ژوندی ساتلی!؟
په ډېرو کمو امکاناتو ولې دومره لويې لاسته راوړنې لري؟
د پورته پوښتنو ځوابونه:
دا ځکه چې هغوئ په خپل ژوند کې خاص مقصد ټاکلی و او د ژوند پلان يې درلود، مقصد ترلاسه کولو لپاره يې شپه او روځ کار کاوه، خپل وخت يې بې ځايه نه تېروه، د وخت په ارزښت باندې پوهېدل نو ځکه دوی دې مقام ته رسېدلي و.
نو که چېرته ته هم غواړې چې په دنيا او آخرت کې يو کاميابه شخصيت اوسې، تل دې نوم ژوندئ وساتې، خلک تل لپاره درته دعا وکړي او دنيا کې دې يو ښه مثال پاتې شي نو خپل ژوند کې ځان لپاره خاص هدف وټاکه، ا و يو منظم پلان ځان لپاره جوړ که. داسې يو هدف وټاکه چې اسلامي امت او نړۍ ته دې ګټه ورسيږي او د هدف لاسته راوړلو لپاره ځانته يو مهظم تقسيم اوقات جوړ که، پدې سره به ته وکولی شې په ډېرو کسانو کې خاص شخصيت اوسې.
رياض احمد صافی
Add comment