ابن فرناس او د طیارې لومړنۍ طرحه (لومړۍ برخه)
د طیارې طرحه د څو زرو کلونو لپاره ډېره حیرانوونکې او ننګوونکې وه. په مصر کې تراوسه د لرغوني مصر ډیر داسې نقاشۍ شته چې د الوتلو تلوسه پکې ښکاري او فرعونیان وزرونو سره د الوتلو په حال کې وي. همداراز په چین، یونان او د ایران د ساسانیانو د وخت یو شمیر داسې افسانې وې چې د کسانو د الوتلو یادونه پکې راځي.
هغه کیسې چې په هغو کې د یو څه یا د یو کس د الوتلو یادونه پکې راغلې، له ټولو نه مشهور کیسه د فردوسي په شاهنامه کې ده چې نوموړی کتاب د یوولسمې پیړۍ په پېل کې لیکل شوی دی. په شاهنامه کې لیکل شوي: کیکاوس د شیطان لخوا وهڅول شو چې د یوې الوتوونکې آله په وسیله جنت اشغال کړي او دغه الوتوونکې آله تخت و چې څلور اوږدې پایې یې درلود؛ او د هر پایې په سر کې به غوښې وې او د پاییو لاندې برخو کې به بازان تړل شوي وو، که بازان په هڅه وکړله چې غوښو پسې پرواز وکړي، نو تخت به یې هم له ځان سره پورته کاوه، خو په پای کې داسې ټول بازان ستړي کیږي او په خپل منځو کې سره ټکر کیږي او تخت هم لاندې راغورځیږي.
له اسلام نه وړاندې عربو هم د الوتلو، جادو، غیر طبیعي توان، مرغیو او بڼکو په اړه افسانې درلودې. الوتنه د مسلمانانو لپاره فزیکي نه بلکې معنوي او روحي اړخ لري.
لومړنی کس چې د الوتنې ماشین د جوړولو هڅه یې وکړه، عباس ابن فرناس قرطبي نومیده چې مسلمان و او په نهمې پیړۍ کې ژوند کاوه. عباس په خپل وخت کې جامع الکمالات و چې پر شاعر، ستوريپوه، موسیقيپوه او انجینر باندې شهرت درلود. په علمي برخه کې چې څومره کارونه کړي، په هغو کې ډیر مشهور همدا د الوتنې ماشین جوړول دي ترڅو انسان هم د دې وړ شي چې په هوا کې والوځي. پخپله عباس څو ځله د اندلس په دښته کې د الوتنې ماشین لپاره د کښل شویو طرحو د کره په پار الوتنې کړې دي؛ خو کله چې طرحه یې په بشپړه توګه کره او کامیابه شوه بیا د قرطبې په ښار کې هم دوه ځله الوتنې وکړلې.
لومړی الوتنه په ۸۵۲ کال کې په داسې حالت کې وشوه چې عباس خپل ځان په یوې چپنې کې رانغړلی و چې د لرګیو دوې پایې درلودې، او د قرطبې د مسجد له منار نه ټوپ وواهه. دغه د الوتنې لومړی کوښښ بریالی نشو او پخپله عباس په کراره پر ځمکې وغورځیده او سطحي زخمي شو. عباس چې له منار نه دا ډول ځان راوغوځاوه دغه پخپله فراشوټ سره د ځان غورځولو لومړنی مثال ګڼل کیدلی شي. غربي سرچینو د عباس نوم بدل او منحرف کړی، او د هغه په ځای یې لاتینی نوم ارمېن فېرمان راوړی دی.
عباس بن فرناس له هغو کسانو څخه و چې له ازمایښتونو نه زده کړه کوله او دومره ډير زیار یې اوباسه چې خپل نوې طرحه او ډیزاین په ښه توکه جوړ کړي. د منځنۍ پیړۍ اثار او عیني شاهدان لیکي: عباس د الوتنې لپاره یو ماشین جوړ کړی و چې دوې لویې وزرې یې درلودې. تقریبا له دولس سوه کالو نه ډېر پخوا ۷۰ کلن عباس ابن فرناس له ابریښم او د باز له واړۍ نه د الوتنې ماشین جوړ کړی و.
عباس د قرطبې د روسفا په نوم په یوې لرې سیمې کې د خلکو په شتون کې یوې غونډۍ ته په داسې حال کې وخوت چې مرغۍ ته ورته کالي چې له ابریښم څخه جوړ او د باز په بڼکو باندې پوښل شوي اغوستي وو؛ خلکو ته یې وویل: زه اوس باید د دغو دواړو وزرونه په لاندې او پورته کولو سره له تاسو څخه لاړ شم. که هر څه سم او په منظمه توګه وشول او د یو ځل الوتلو نه وروسته زه به بیا تاسو خوا ته راشم.
عباس ابن فرناس د لسو دقیقو لپاره تر یوې اندازې پورې والوت چې بیا وروسته له لس دقیقو نه راوغورځیده، یو وزر او د عباس د ملا یو تېر مات شو. عباس وروسته له دې پیښې پر دې پوه شو چې ( په راښکته کیدو) کې لکۍ څومره رول لري. خپل نیږدی ملګري ته یې وویل: هر کله چې مرغۍ راښکته کیږي، د لکۍ د بیخ په مرسته راښکته کیږي. همدارنګه که پخپله عباس د الوتلو لپاره څه شی جوړ کړي وو، په هغې کې د لکۍ رول د لوبولو لپاره باید څه شی ورکړي وای، نو داسې به نه راغورځیده.
اوسینۍ او پخوانۍ ټولې الوتکې هر کله چې راښکته کیږي، لومړی پر شا ټایرونو باندې کوځیږي، او دا هغه څه دي چې عباس په اخر وخت کې ورته پام شو. ( هر کله چې عباس الوتنه کوله) یو عیني شاهد وايي: عباس لکه مرغی تر یو واټن پورې الوتی و، مګر بېرته چې پر خپل ځای باندې راښکته کیده، ملا یې ډیره ژوبله شوه، ځکه چې له دې خبر نه و چې مرغۍ کله راښکته کیږي، لومړی پر لکۍ یا شا باندې ښکته کیږي او عباس هم باید همداسې یو څه د ځان لپاره جوړ کړي وای چې د لکۍ په توګه اغېز یې درلودلی.
ماخذ
1001Inventios-The Enduring Legacy Of Muslimes Civilisation.296-297pp
Add comment