د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوندلیک
نوم، نسب، د زیږیدنې ځای او کال
د امام ابوحنیفه رحمه الله خپل نوم نعمان د پلار نوم یې ثابت دی. په ۸۰هجري کال کې په کوفه کې زیږیدلی دی. امام ابوحنیفه د کوفې په شتمنه او سوداګره کورنۍ کې زیږدلی و. کورنۍ یې د ابریښمو سوداګري کوله، همدارنګه امام ابوحنیفه چې لوی شو، هغه هم د ابریښو سوداګرۍ ته مخه کړه. امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په کم عمر کې قران حفظ کړی و. ویل کیږي چې د روژې په میاشت کې ډیر قران کریم لوسته او ختماوه. او قران کریم یې له امام عاصم څخه زده کړی و.
پخپله امام وايي: یوه ورځ له امام شعبي نه چې ناست و، تېریدم، زه یې راوبللم او راته ویې ویل:چا ته ورځې؟ ما ورته وویل چې بازار ته ځم. هغه وویل: زما موخه بازار نه وه بلکې کوم عالم ته ورځې. ما ورته وویل: زه پوهانو ته کم ورځم. راته ویې ویل: داسې مه کوه، زه په تا کې ځانګړې وړتیا وینم،د علم ترلاسه کولو او عالمانو سره د ناستې په اړه فکر وکړه. امام ابوحنیفه وايي: زما پر زړه د امام شعبي خبرې اغېز وکړ او بازار ته تلل مې پرېښودل، نو سمدلاسه مې پر علم ترلاسه کولو باندې پېل وکړ.
امام ابوحنیفه رحمه الله لومړی علم کلام ته مخه کړې وه او بصرې ته هم معتزله سره د هغوي پر عقیدې پوهیدلو لپاره څو ځله لاړ خو بیا هم زړه یې غوښته چې داسې یو علم ته مخه کړي چې خلکو ته د ورځني ژوند مسایلو حل وړاندې کړي. پخپله له امام نه روایت دی، وايي: د ځان سره مې محاسبه وکړه او فکر مې وکړ چې متقدمین خو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه کرام او تابعین خو ټول پر دغو شیانو او حقایقو باندې پوهیدل، خو هیڅکله ځانونه (د مناقشو او بحثونو پرمهال ) په جګړو او منازعو باندې مصروف نکړل بلکې ځانونه یې ترې ساتل. نو ځکه مې علم کلام او د علم کلام اړوند بحثونه مې پرېښودل، د سلفو لارې ته راوګرځیدم او د پوهې خاوندانو سره کیناستم.
له دې وروسته امام ابوحنیفه په فقهې باندې مشغول شو. له قران کریم او احادیثونو نه د احکامو استخراجول، د صالحو سلفو د اثارو پلټنه او د هغوی د اتفاق او اختلاف ټکو او ځایونو د پیدا کولو باندې پېل وکړ.
ښوونکي
د امام ابوحنیفه رحمه الله د ښوونکو شمېر ډېر دی چې علامه ذهبي ۲۹۰ ښودلی دی او علامه شامي په دار المختار کې ۴۰۰۰ ښودلی دی خو د ځینو نومونه دا دي: عبدالله بن اوفي رضي الله عنه، حماد، مسلمه بن کهیل، ابواسحاق سبعي، عون بن عبدالله، سماک بن حرب، عمرو بن مره، منصور بن المعمراعمش، ابراهیم بن محمد، عدي بن ثابت الانصاري، عطاء بن سائب، موسی ابن ابي عائشه، علقمه بن مرشد.
امام ابوحنیفه رحمه الله تابعي و
علامه خورازمي وايي: ټول علماء په دې خبره متفق دي چې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه روایتونه نقل کړي دي. ابن حجر رحمة الله علیه وايي: امام ابوحنیفه رحمه الله له یو شمیر صحابه کرامو رضي الله عنهم سره لیدنه کړې وه. هغه وخت په کوفه کې عبدالله بن اوفي او په بصره کې انس ین مالک وو، او عبدالله له ۸۰ نه او انس بن مالک رضي الله عنهما له ۹۰ هجري کال نه وروسته مړه شوي دي؛ نو ځکه د امام ابوحنیفه تابعي کیدل معتبر دي.
حج ته سفرونه
امام ابوحنیفه رحمه الله د لومړي ځل لپاره په ۹۶کال کې له خپل پلار سره حج ته لاړ چې هغه وخت عمر یې شپاړس کاله و. په همدې سفر کې عبدالله بن الحارث رضي الله عنه یې هم ولیده او یو روایت یې هم ورنه کړی دی. حج ته له دې سفر نه وروسته امام ابوحنیفه ۵۴ ځله نور هم حج ته تللی دی.
د امام شاګردان
په مسند خورازمي کې راغلي: څه وخت چې امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د کوفې جامع مسجد کې د خپل استاذ په ځای د تدریس لپاره کیناست نو زر شاګردان ورڅخه چاپیره وو چې په دوی کې څلویښت داسې فقهاء او محدثین وو چې د اجتهاد درجې ته رسیدلي وو.
امام ابوحنیفه رحمه الله د نورو علماء په نزد
امام ابویوسف رحمة الله وايي: ما د تفسیر او حدیث په برخه کې له امام ابوحنیفه نه بل لوی عالم لیدلی ندی.سفیان بن عنینیه رحمة الله علیه وايي: امام ابوحنیفه د فقهې په عالم کې له ټولو نه پوه دی. سفیان ثوري وايي: د امام ابوحنیفه مخالفت داسې کس کولی شي چې له نوموړي څخه په قدر او علم کې مقام لوړ وي؛ مګر کله داسې څوک شته.
د امام صفتونه
د امام صیب ټول صفتونه او ځانګړنې ځینې فطري او ځیني نور اکتسابي وې. امام پر خپل نفس باندې حاکم و او تعرضي او سپکو خبرو ورباندې تاثیر نه کاوه. یوازې د نصوصو پر ظاهر باندې یې بسنه نه کوله بلکې د ژور فکر خاوند و او د نصوصو موخو ته یې کتل. همداراز مستقل فکر یې درلود او هیڅکله یوه مفکوره او نظریه تر هغه نه منله ترڅو چې عقل ته یې وړاندې کړې نه وه. د حق پلوی او د حق په پلټنې کې ډير مخلص و چې د همدې ځانګړنې له امله امام لوړ مقام ته ورسیده.
امام صیب د تل لپاره د نفس غوښتنې پریښي وې. پرته له صحیح ادراک او پوهې څخه بل هیڅ څه سره یې مینه نه درلوده؛ ځکه پوهیده فقه پخپله دین یا د دین پوهه ده او یوازې هغه څوک د دې فهم په لټه کې وي چې حق پسې روان وي. امام معتصب نه و بلکې مخلص او هیڅکله پر خپلې رایې باندې ټینګار نه کاوه. ډیر حاضر ځوابه او د احتیاج په وخت کې به د امام صیب ذهن ته په ګړندۍ سره ډیرې معناګانې راتللې. د دغو ټولو صفتونو په سر کې بل ستر صفت چې د ټولو صفتونو خلاصه پکې راټولیږي، هغه د شخصیت نفوذ او هیبت دی.
د فتوا په ورکولو کې احتیاط
امام صیب رحمة الله علیه په فتوا ورکولو کې تر خپل وسه پورې پر یو مؤمن باندې د کفر فتوا نه ورکوله. د فتوا ورکولو په وخت کې ډیر تقوا کوله. په فتوا کې د امام صیب مسلک دا و که چیرې په یو مسلمان کې نهه نوي سلنه د کفر خبرې ثابتې شوې نه وې، نو داسې کس ته به یې کافر نه وایه، همدارنګه نورو ته به یې هم سپارښتنه کوله (ترڅو چې سله سلنه مطمئین ونه اوسئ باید د کفر فتوا پرې ورنکړای شي) بلکې د یو مؤمن په توګه باید چلند ورسره وشي.
د امام تقوا، چلند او اخلاق
امام صیب ډیره تقوا، زهد او غوره اخلاق درلودل. امام رازي په خپل تفسیر کې د ( اهدنا الصراط المستقیم) په تفسیر کې د امام ابوحنیفه یوه واقعه راوړي، وايي یو روایت دی: امام صیب پر یو مجوسي باندې پور و. یوه ورځ د مجوسي کور ته د پور اخیستلو لپاره ورغي، دلته د امام صیب پر کالیو باندې یو څه شی نا پاک ولویده، نو خپل کالي یې وڅنډل او هغه مرداري د مجوسي د کور پر دیوال باندې سریخه شوه. امام صیب حیران شو که زه دغه مرداري وسولوم، نو د هغه دیوال به خراب شي، نو د مجوسي د کور دروازه یې وټکوله، دروازې ته کنیزه راووتله، امام ورته وویل چې بادار ته دې ورغږ کړه. کنیزه خپل بادار ته ورغږ کړ او مجوسي راووت. مجوسي فکر کاوه چې امام د خپل پور پسې راغلی، نو سمدلاسه د عذر بیانولو باندې پېل وکړ. خو امام ورته پر دیوال باندې د مرداري د سریخیدو کیسه ورته وکړله او ورته ویې ویل دلته به اوس څه ښه وي او د دې د پاکوالو لپاره کومه لاره شته. مجوسي ورته وویل: لومړی زه د خپل ځان پر پاکولو باندې پېل کوم، نو سمدلاسه یې کلیمه ووایله او مسلمان شو. دلته د پام وړ ټکی دا دی چې امام ابو حنیفه ځان د مجوسي په حق کې په دغې لږې اندازې سره هم له ظلم څخه وساته؛ نو مجوسي د امام حنیفه دغه چلند او تقوا ولیده، مسلمان شو.
مړینه
امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په ۱۵۰ هجري کال کې ومړ او په بغداد کې خښ کړای شو.
ماخذ
د اسلامي مذاهبو تاریخ، محمد ابوزهرا، ژباړه، پوهاند اسدالله شینواری؛ ۱۶۰-۱۷۸صص.
د امام ابوحنیفه سیرت، فرید احمد مبارز،۱۶ـ۶۸صص.
د امام شافعي ژوند لیک هم ولولئ
Add comment