قمر انسټيټيوټ

قمر د اړيکې مرکز

قمر د اړيکې مرکز هدف د مستقيم زنګونو او انټرنيټ پيغامونو له لارې د اسلامي او ټولنيزو پوښتنو لپاره ځوابونه چمتو کول دي. زمونږ څخه ډيری د هغه مسايلو په اړه پوښتنې کيږي چې ورځنی ژوند څنګه اداره کړو، مګر د سرچينې نشتوالي له امله مونږ نشو کولی چې مستند ځوابونه پېدا کړو، د پايلې په توګه مونږ ټولنه ګورو او يا هم شاوخوا حالت مطابق ځواب ورکوو.

په افغانستان کې، مونږ تلويزيونونه او راديوګانې لرو چې ژوندۍ پوښتنې کوي، مګر د ځوانانو او خويندو سره داسې پوښتنې شتون لري چې په ژوندۍ بڼه پوښتل ورته ستونزمن وي، ځکه چې محرم موضوعات افشا کېدی نشي، احساسات نشي څرګندېدای خو په قمر اړيکې مرکز کې کولی شي ډېر په اسانۍ سره دا پوښتني وکړي او ځوابونه يې ترلاسه کړي.

مونږ د ټولې نړۍ څخه په شاوخوا پنځه ژبو پوښتنې ترلاسه کوو، چې عبارت له انګليسي، پښتو، دري، اردو او عربي ژبو څخه.

د قمر د اړيکو مرکز سره اړيکې:

بريښناليک: callcenter@qamarinstitute.org

شمېرې: 0093784005010 – 0093774005010