قمر انسټيټيوټ
د مسلمانانو طلايي پېر او ستوري پیژندنه

د مسلمانانو طلايي پېر او ستوري پیژندنه

د مسلمانانو طلايي پېر او ستوري پیژندنه

د مسلمانانو پرمختللې ریاضیاتو انکشاف طبیعي ثمره د فلکیاتو په مسلک کې وه. د ستورو په اړوند فرمولونو او مېتودونو چې د مسلمان ریاضي پوهانو له خوا رامنځته شوي وو، د ستوري پېژندنې اساس کېښود او اسلامي عقیدې د پرمختګ لپاره یې لار هواره کړله. په قران کریم کې داسې ډېر ایتونه شته چې د اسماني اجسامو او د دوی حرکت ته اشاره کوي. د سپوږمۍ او لمر په اړه قرآن کریم وايي: دوی “د یوې دقیقې محاسبې پر اساس حرکت کوي.” د دې نه علاوه، وایي چې د ستورو په واسطه، انسان کولی شي “د بحرونو او وچې په تیارو کې (انسان ته) لارښوونه وکړل شي.” د یوې مذهبي امپراتورۍ لپاره چې د اتلانتیک سمندر څخه تر هند پورې غځېدلې وه، د اسماني اجسامو د ریاضيکي طبعیت په اړه د قرآني اشارو د پامه غورځول بېخي ناشوني و.

مسلمان نجومیان د قرآن کریم په ذريعه چې په دغه برخه کې یو هڅوونکی عامل و، لومړي خلک ول چې یې وکولی شول چې په رښتیني توګه دغه ساینس ته پرمختګ ورکړي. په پخوانیو وختونو کې ستوري پېژندنه (Astronomy) او علم نجوم (Astrology) یو او د یوه شان علم په توګه پېژندل کېدل چې د انسان په ورځني ژوند باندې یې د ستورو د تاثېراتو په اړه غلط ساینسي باورونه رامنځته کړي و.

مسلمانان لومړني خلک ول چې د ستوري پېژندنې ساینس یې د اټکل کولو او د علم نجوم افسانو څخه جلا کړ. د المامون او د بیت الحکمة په ملاتړ سره، نجومیان راټول کړل شول چې د بطلیموس (Ptolemy)، د چا کار چې د مسلمانانو تر وختونو پورې وروستی خبره ګڼل کیدله، پخوانۍ تیوریانې مطالعه کړي. دبطلیموس د تیوریانو کلیدي اړخونه، ځمکه د کایناتو مرکز ګڼل (Geocentericity) و او دا چې ځمکه بې حرکته ده او هر څه د ځمکې شاوخوا څرخېږي. دبطلیموس دغه تیوري چې په کې ځمکه بې حرکته ګڼل کېدله، هغه وخت تر سوال لاندې راغله، کله چې مسلمانان پوه شول چې د سیارو او ستورو د حرکت په اړه دبطلیموس نظریات کمزوري دي او اصلاحاتو ته اړتیا لري. سره له دې چې ځېنې ساده فرمولې یې ډېرې دقیقې وې خو دبطلیموس نظریات په ټوله کې تر نیوکې لاندې راغلل.

په یوولسمه پېړۍ کې البیروني خپل اند وړاندې کړ. نوموړي وویل: چې بطلیموس هېڅکله په ساینسي توګه ځمکه بې حرکته نه ده ثابته کړې. هغه وویل: په حقیقت کې ځمکه ښايي په خپل محور وڅرخېږي. د هغه د اند مطابق دا به یاده موضوع روښانه کړي چې ولې د بطلیموس محاسبه غلطه ده، ځکه چې هغه هېڅکله هم د ځمکې د حرکت په اړه څېړنه نه ده کړې. که څه هم مسلمانانو د کره ثبوت د نشتون له امله د ځمکې دوراني حرکت باندې هېڅکله باور نه درلود. په دې اړه د اسلامي نړۍ پوهانو ترمنځ ډېر بحثونه شوي دي. نوموړو بحثونو اروپا ته لار پرانېستله په ځانګړي توګه کله چې د المجرتي په نامه یو اندلسي عالم کارونه، چا چې د ستوري پېژندنې د جدولونو او محاسبو په اصلاح کولو او بشپړولو ټینګار کاوه، لاتینې ژبې ته وژباړل شول. آن د هغه د مړینې څخه وروسته، د اروپا د مختلفو برخو څخه هغو ډلو چې د ده څخه یې زده کړې کړې وې د ایبېریا اسلامي دولت ته د هغه او نورو د کارونو مطالعه کولو لپاره سفرونه وکړل. بالاخره ستوري پېژندنې په اړه د مسلمانانو نظریات په ټوله لویه وچه کې خپاره شول. کاپرنېکس (Copernicus) او ګالیلیو (Galileo) په څېر ساینسپوهانو هم د دغو نظریاتو څخه ګټه پورته کوله تر څو ننیو نظریاتو ته چې نن یې مونږ د حقیقت په توګه پېژنو ورسېږي. د اروپايي نجومیانو برعکس، مسلمان نجومیان د خپلو نظریاتو په اړه د دیني تاسیساتو له لوري ځورونې سره مخامخ نه شول، ځکه چې په ټوله کې ساینسي کړاوونو ته یې د عبادت یوې بڼې په حیث کتل.

د الجبر په څېر، ستوري پېژندنه هم خپل عملي تطبیقات لري چې تر ټولو مهم یې د استرلاب (د اسماني جسمونو د لوړوالي او موقعیت معلومولو آله) ته پرمختګ ورکول و. دغه آله چې د لومړي ځل لپاره د لرغونو یونانیانو له خوا جوړه شوې وه چې موخه یې ترې د ستورو په ذریعه د یو چا ځای معلومول و. دوی د استرلاب وړتیا د مسلمان ساینسپوهانو د ستوري پېژندنې دقیقې محاسبې سره یو ځای کړل او د نقلیه وسایلو د چلونې په ځانګړې توګه د بېړۍ چلونې یوه مهمه برخه وګرځېدله. که استرلاب په شپه کې اسمان لوري ته ونیسو، کولی شو چې د ستورو د مجموعې دقیق موقعیت محاسبه کړو همدا ډول یو ( بېړۍ) چلوونکي کولی شوای د هغه په ذریعه خپل دقیق موقعیت معلوم کړي او دغه آله د لاسرسي وړ لاسي کتابونو سره پرتله کړي چې د نړۍ د ټولو معلومو سیمو لېسټ په کې لیکل شوی دی تر څو د خپل منزل د جهت په ټاکلو کې مرسته ورسره وکړي. له همدې امله، مکې ته اوږده سفر کوونکيو حاجیانو لپاره حج ته سفر کول هم اسانه شول. د لرې ځای حاجیانو کولی شوای چې په اسانۍ سره خپل مسیر وټاکي. د یو تمدن لپاره چې د هسپانیې څخه هندوستان ته غځېدلی و، دغه ډول ټېکنالوژي چې په مټ یې سفر کول اسانه شو، ډېره اړینه وه. استرلاب بېړۍ چلول اسانه کړل او تر اولسمې پېړۍ پورې د بېړۍ چلولو معیار په حیث کارول کیده.

ماخذ

هېر شوی اسلامي تاریخ، ۱۱۳-۱۱۶صص.

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.