قمر انسټيټيوټ

د امام مسلم رحمه الله ژوندلیک

د امام مسلم رحمه الله ژوندلیک

 

نوم، لقب، کنیه او د زیږیدنې ځای

د امام مسلم رحمه الله نوم مسلم دی، کنیه یې ابوالحسن ده. په ۲۰۶ هجري کال کې د هغه وخت خراسان د نیشاپور په سیمه کې زیږیدلی دی. د پلار نوم یې حجاج دی.

د علم ترلاسه کول

امام مسلم رحمه الله په داسې وخت کې پیدا شو چې د حدیث علم د روایت، نقل او تدریس خپل اوج ته رسیدلی و. په ډیرو اسلامي ښارونو کې د حدیث د علم مرکزونه جوړ شوي وو چې پخپله نیشاپور هم د حدیث د علم له مشهورو مرکزونو څخه ګڼل کیده.امام مسلم په دولس کلني کې د حدیث علم زده کړه پېل کړه. د حدیثونو د اوریدلو لپاره ډیرو ښارونو ته لاړ؛ لکه عراق،حجاز، شام مصر او داسې نورو ځایونه. لا ډیر وخت تېر شوی نه و چې د حدیث په علم کې ډېر وځلاید.

د امام مسلم ښوونکي

دغه د امام مسلم یو شمیر مشهور ښوونکي دي: امام قعنبي، احمد یونس، اسماعیل بن ابي اویس، داود بن عمرو، یحی بن یحیی نیشاپوري، هیثم بن خارج، سعید بن منصور، شیبان بن فروخ، عون بن سلام، امام احمد بن حنبل رحمه الله، اسحاق بن راهویه، عبدالله بن مسلم او امام بخاري رحمة الله علیهم.

سیرت او ځانګړنې

امام مسلم د حدیث علم له لویو علماو څخه ګڼل کیږي. تر دې وخت چې څومره مشهور دی، تول د صحیح مسلم کتاب په خاطر دی، ځکه یاد کتاب له قران کریم او صحیح البخاري نه وروسته د مسلمانانو په نزد ډیر معتبر دی. امام مسلم د خپل وخت له مشهورو او لویو عالمانو نه علم ترلاسه کړی و. اسحاق بن راهویه امام مسلم په اړه وايي: خدای خبر چې دغه به څومره لوی کس وي. یوه ورځ اسحاق بن منصور مسلم ته وکتل ویې ویل: ترڅو پورې چې دغه کس زموږ په منځ کې وي، تر هغه به موږ خیر له لاسه ورنکړو.

امام مسلم د سیرت او اخلاقو له لحاظه ډیر غوره شخصیت و. په علم کې د لویې مرتبې درلودلو سربیره بیا یې هم غرور نه درلود او ډیر حلیم او متواضع کس و او په هر حالت کې د حق پلوی به و. یوه ورځ امام ذهلي د قران مخلوق مسئلې په اړه امام بخاري یې هم ملامت کړ چې امام بخاری‎ هم پر دی باور دی چې قران مخلوق دی، مګر کله چې امام مسلم له دې خبرې خبریږي نو سمدلاسه د خپل استا‌‎ذ امام ذهلي مجلس د تل لپاره پریږدي.

شاه عبدالعزیز دهلوي وايي: امام مسلم په خپل ټول ژوند کې نه د چا غیبت کړی، نه یې چاته ګنځلې کړي او نه یې  څوک وهلي دي.

د امام مسلم شاګردان

د امام ډیر شاګردان درلودل چې له نوموړي څخه حدیثونه به یې اوریدل. له شاګردانو څخه یو یې امام ترمذي رحمة الله علیه هم و.

کتابونه

په ټوله کې امام مسلم ډیر کتابونه لیکلي وو چې یو شمیر یې شته او یو شمیر نور یې ورک شوي دي. اوس چې کوم کتابونه یې شتون لري له هغو څخه یو شمیر مشهور کتابونه یې په لاندې توګه دي:

مسند الصحیح ( صحیح مسلم)

التمیز

کتاب الوهدان

کتاب الافراد

کتاب الاقران

کتاب المخضرمین

کتاب المنفردات و الوجدان

کتاب الکنی و الاسماء

کتاب الطبقات

مړینه

ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه وايي: امام مسلم رحمة الله علیه د ژوند تر اخره بورې د حدیثونو په لټه کې و. یوه ورځ په کوم مجلس کې له امام مسلم څخه د  یو حدیث په اړه پوښتنه وشوه، نو په دې وخت کې د حدیث په اړه څه یې ونه ویلی شوای. نو کله چې کور ته راغی په خپل کتابونو کې د هغه حدیث پلټل پیل کړل، په دې وخت کې مخې ته په یو لوښي کې خورمه هم وه، یوه یوه خورمه به یې هم خوړله او هغه حدیث یې هم لټاوه، پام یې نه و په لوښي کې ټوله خورمه یې خوړلې وه او د ډیرې خورمه خوړلو له امله ناورغه شو، او د همدې نارغۍ له امله په ۲۶۱ هجري کال کې ومړ.

ماخذونه

۱ـ تهذبیب التهذیب

۲ـ حیات محدثین

۳ـ تذکرة المحدثین

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.