د لرغوني روم امپراتورۍ له ورانیدو نه وروسته په لویدیخي اروپا کې د څو پیړیو لپاره علمي پرمختګ ودریده. خو بل لوري ته اسلامي نړۍ په علمي برخه کې تدریجا د پرمختګ په حال کې وه چې وروسته دومره پرمختګ یې وکړ، چې میلادي اوومې پیړۍ نه تر شپاړلسمې پیړۍ پورې دغه ټوله موده د مسلمانانو طلايي پېر په نوم یادیږي.
په دې طلايي پېر کې ډېر شمیر د مختلفو کلتورونو او باورنو خاوندانو کوښښ پېل کړ چې له یونان، چین، بین النهرین، هند او فارس نه پاتی علمي میراث ته وده ورکړي چې په پای کې همدغه د مسلمانانو په طلايي پیر کې په علمي برخه کې چې څومره پرمختګ شوی و، د اروپا رنسانس ته لاره هواره کړله.
په هغه وخت کې د مسلمانان تر تسلط لاندې چې د هر دین او عقیدو پیرو ژوند کاوه او د علم په هره برخه کې یې چې مهارت او وړتیا درلوده، د خپلې او انساني ټولنې لپاره د خپل وس مطابق داسې انکشافات، ابتکارات او اسانتیاوې وړاندې کړلې چې لا تراوسه ترې کار اخیستل کیږي؛ او هم د اوسنیو علمي پرمختګونو لپاره اصل اولارښود ګڼل کیږي.
موږ وایو چې مسلمانانو طلايي پېر درلود او د هغه وخت په نسبت په علم کې ډیر پرمختګ کړی و، خو له خپل طلايي پېر نه څومره خبر یوو! تقریبا طلايي پېر نهه پیړیو دوام ورکړ، په دومره ډیر وخت کې په ډیر عالمان، ډاکټران، ساینسپوهان، انجینران، اختراع کوونکي… تېر شوي او هر یو به په خپلې برخه کې څومره کارونه کړي وي او د نړۍ په سطحه څومره ډیر به خپور شوي وي، هرڅوک به په خپل ورځني ژوند کې ترې ګټه هم اخلي او داسې فکر به کوي چې دغه د اوس وخت د کوم چا اختراع ده؛ خو خبر ندی چې دغه د یو مسلمان اختراع ده او هغه هم ډیر پخوا یې اختراع کړې وه، خو موږ لا تراوسه ترې بې خبره وو. نه یوازې په علمي برخه کې بلکې د کالیو، خواړه، څښاک او ډیزاین په برخه کې هم خلکو ته نوي نوي شیان وروپیژندل.
داسې هم نده چې د نړۍ په علمي برخه کې څومره پرمختګ شوی، هغه ټول د اسلامي نړۍ برکت و، بلکې غرب هم خدمت کړی، خو تر هغه اندازه پورې چې مسلمانانو په خپل وخت کې وکړ، ندی کړی. اوس چې په غرب کې ساینس او ټیکنالوجي څومره پرمختګ کړی او د پرمختګ په حال کې ده، تقریبا ټول د مسلمانانو برکت دی؛ او د ټینکالوجي نړۍ د مسلمانانو پور وړي ده.
پورته چې د څه شي په اړه خبرې وشوې ښايي ډیرو کسانو ته به اوس پوښتنه پیدا شوي وي او د کوم طلايي پېر دعوا چې کوي، د هغه لپاره به دلیل یا د کوم عالم او اختراع کوونکي کوم شاهکار یا اختراع وړاندې کولی نشي؛ هو! بلکل همداسې کیږي او په ټوله کې ټول مسلمانان او بالخصوص افغانان چې له دې معلومات څخه بېخي محرومه دي، زموږ افغانان الحمد الله پر دین میین خلک دي او د دین لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دي او ډیره قرباني یې هم ورکړي ده، خو د علم ډګر ترې پاتې دی او له خپل دیني او ملي علمي میراث څخه بې خبره دي.
دغه لیکنه خو یوازې یوه سریزه ده، زموږ اصلي موخه دا ده چې د لیکنو په شکل په لنډه توګه د مسلمان پوهانو، اختراع کوونکیو، ډاکټرانو… اختراعوو، کارونو او انکشافاتو په اړه لنډې معلوماتي لیکنې ولیکو او د قمر پر انټرنیټي ویبپاڼې باندې خپرې کړو.
Add comment