قمر انسټيټيوټ
د ښه پلار څو مهمې ځانګړنې

د ښه پلار څو مهمې ځانګړنې

ښه پلار د  اولاد په ژوند کې ډیر مثبت بدلونونه راوړي. د هغه دا وظیفه نامحدوده وي، یعنې هغه همېش پدې هڅه کې وي چې خپل اولادونه یې د اسلام او ټولنې له چوکاټ سره برابر وي.

په همدې توګه ښه پلار پدې پوهیږي چې اولادونه یې انسانان دي، او غلطي کول یې د دوی د ودې یوه برخه ګڼي. لیکن هغه خپل اولادونه پدې هم پوهوي چې تکراري غلطیانې به یې د زغملو وړ نه وي.

دلته مونږ د ښه پلار یو څو مهمې ځانګړنې په ګوته کوو.

  • اولادونو ته خپل وخت ورکوي
    کله هم چې د کار څخه کور ته راځي نو خپلو اولادونو سره وخت تیروي، او همدارنګه د اونۍ په اخر کې له خپلو اولادونو سره یو ځای چکر ته ځي تر څو اولادونه یې تفریح وکړي.
  • هغه دا قبلوي چې د هغه اولاد د ده په څېر ندې
    پلار پدې ښه پوهیږي چې هیڅوک په یو څیر نه وي، هغه طمع نه کوي چې اولادونه یې هم د هغه شان ژوند او کاروبار غوره کړي. همدارنګه هغه د خپل ارزښتونو او نظرونو درناوی کوي، ځکه هغه نه غواړي چې کورنۍ او یا کوم بل شخص فکر ته زیان واړوي.
  • خپل اولادونه په غیږ کې نیسي
    کوښښ کوي خپل اولادونه په غیږ کې ونیسي چې دا هم له خپلو اولادونه سره د مینې کولو ستره نښه ده. پدې سره اولاد  هم د خوشحالۍ احساس کوي چې پلار یې ورسره ډیره مینه لري.
  • خپلو اولادونو ته ښوونه کوي
    د پلار شخصیت خپلو اولادونو ته د پوهې اصلي سرچینه ده، ښه پلار خپل ماشومانو ته تدریس کوي او هم ورسره د ښوونځي یا پوهنتون په درسونو کې مرسته کوي. په همدې توګه اولادونو ته توصیه کوي چې همېشه صادقه، ریښتینې او له نورو سره مرسته کوونکي اوسئ.
  • له اولادونو سره په خپل وخت کې لوبې کوي
    بهر ته ځی او اولادونو سره لوبې کوي، کوښښ کوي چې اولادونه یې کومه لوبه خوښوي ورسره یې کوي. اولادونه یې د زیات وخت لپاره دې ته نه پریږدي چې تلویزیون ته کیني.

زمونږ په ټولنه کې ماشومانو څخه څارنه او مینه ورکول یواځي مور کوي چې دا ښه کار دی خو تر څنګ یې پلار هم باید پدې مسایلو کې برخه واخلي تر څو اولادونه یې ښه ژوند وکړي.

Qamar Institute

Add comment

Qamar Institute

موضوعات