د مسلمانانو طلايي پېر او درمل
د درملو د تاریخ په اړه عام ناسم درک دا دی چې دا د تېرو څو سوو کلونو پورې یوازې د ځانه یو جوړ شوی فکر و او کومه طریقه یې نه درلودله. د شلمې پېړۍ څخه د مخه به چې چا د درملو په اړه فکر کاوه، د درملو د هغو چل بازو ماهرینو چې د هر درد ساختګي درمل به یې پلورل، انځورونه ذهن ته راتلل. په حقیقت کې، په اسلامي نړۍ کې یو اوږد طبي دود موجود و، کوم چې د پخوانیو یونانیانو د علم پر اساس و او په کلینیکي او تجربوي مطالعاتو مسلکیتوب باندې ولاړ و. اوس عصري مشهور فکر کې یاد فکرونه ورک شوي دي. اوس هم داسې ګټورې لیکنې موجودې دي چې د طب ځینو تر ټولو سترو څېرو چې د نړۍ په تاریخ کې ډېر کم پیدا شوي دي لیکلي دي. نوموړي خلکو د اسلام په طلايي دوره کې ژوند کاوه. د دوی کارونه، طبي روښانتیا او پرمختګ د اوسنيو درملو بنسټ جوړوي.
مسلمانانو درمل جوړول د هغه ځایه څخه پیل کړل کوم ځای کې چې پخواني یوناني ډاکټر ګېلن (Galen) پرېښي و. په پخوانیو وختونو کې ګېلن د درملو جوړولو په ډګر کې تر ټولو ستر شخصیت و. د دویمې مسیحي پېړۍ دغه طبیب او فیلسوف د درملو په اړه تفصیلي لیکل کړي دي او د هغه تیوري چې په کې انسان د څلورو مایعاتو ( وینه، توره صفراء، ژېړه صفرا او خراشکي) څخه جوړ شوی ګڼي، ملاتړ کوي. د هغه په اند ناروغي په بدن کې د یادو مایعاتو ترمنځ د بې توازنۍ له امله منځته راځي. که څه هم د نوموړي طبیب نظریات د هغه په وخت کې د طب په برخه کې ستر بدلون راوست خو ځېنې نورې نظریې یې بیا په جدي توګه غلطې ثابتې شوې خو بیا هم د هغه د مړینې څخه وروسته تر څو پېړيو پورې پرته له کومې نیوکې د یو تکړه طبیب په توګه منل شوی و.
لومړی سړی چې د ګېلن نظریات یې په انتقادي ډول سره وننګول، محمد بن ذکریا الرازي و. نوموړي عالم په نهمه پېړۍ کې ژوند کاوه. دی چې په بغداد کې مستقر و، د انسان د بدن د پېژندلو د نظریاتي پوهې پر خلاف د عقلي او منطقي پوهې ملاتړی و. هغه په خپل کتاب (د ګېلن په اړه شکونه/ (Doubts About Galen کې په غوڅ ډول سره ویلي دي چې فزیکي ناروغۍ په بدن کې د مایعاتو ترمنځ د بې توازنۍ او یا د خدای د لوري سزا لکه څنګه چې په منځنیو پېړيو کې اروپایانو عقیده لرله، پورې اړه نه لري، بلکې په بهرني او داخلي عواملو پورې اړه لري کوم چې باید پیدا شي تر څو د روغتیايي ستونزې سمه درملنه وشي. په همدغه ډول سره هغه وکولی شول عامو ستونزو لکه: د ټوخي، سردرد او قبضیت لپاره اغېزناک درمل جوړ کړي. د هغه هڅې یوازې د ناروغیو د نښو نښانې او یا د ناروغیو فزیکي علتونو درملنې پورې محدودې نه وې. د هغه د ستر طبي دایرة المعارف چې د (سپېڅلي ژوند/Virtuous Life) په نامه یادېږي، د درملو مسلک ته د هغه د خدمتونو، ثابتو اصلاحاتو او زده کړې د اهمیت ښکارندويي کوي. له دې نه علاوه، هغه باور درلود چې طبي تمرینات یو سپېڅلی زیار دی او طبیبانو ته الله تعالی دا دنده سپارلې ده چې هغه خلکو سره چې مرستې ته اړتیا ولري مرسته وکړي ان که د دوی دښمنان او یا داسې څوک هم وي چې طبي خدماتو ته یې وس نه رسېږي. د غریبانو د وړیا درملنې پر بنسټ نوموړی طبیب د بغداد په مشهورو روغتونونو کې خورا شهرت ترلاسه کړی و. د هغه کار هر ځای ته ورسېدلو او تر پېړيو یې د اسلامي نړۍ او اروپا د راتلونکو نسلونو طبیبانو ته د طبي لارښوونو په رسولو کې مرسته وکړه.
بل لوی مسلمان طبیب او ښايي تر ټولو نامتو طبیب ابن سینا و چې د منځنیو پېړيو په اروپا کې یې د (Avicenna) په نامه شهرت درلود. سره له دې چې د یوولسمې پېړۍ په لومړیو کې د فارسیانو د یاغي او ګډوډ سیاسي چاپېریال له وجې په دوامداره توګه له یوه ښار څخه بل ښار ته د حرکت په حال کې و، په دې وتوانيده چې د طلايي دورې ټولو جامع العلومو په پرتله د یو بشپړ مسلک درلودونکی شي. هغه په ساینس منطقي او عقلي مېتود پلي کړ چې مسلمانانو به د درملو په نورو مسلکونو کې عملي کاوه چې هغه ته یې هغه بصیرت ور په برخه کړ چې نورو د الرازي په شمول دغه پوهه نه درلودله. هغه یوه تیوري جوړه کړه چې د یو لړ اسانه ځنځیري پېښو له لارې د انسان په بدن کې په هر څه پوهېدلی شو. ښايي دا مونږ ته په اوسنۍ ساینسي نړۍ کې یو ډېر ساده کار ښکاره شي خو د یوولسمې پېړۍ په لومړنیو کې دا یوه نوې مفکوره وه چې ابن سینا یې ثابتولو ته ډېره لېوالتیا درلودله. د څو کلونو کلینیکي مشاهداتو او ساینسي څېړنو څخه وروسته، هغه دې پایلې ته ورسېد چې ناروغیانې د هوا، اوبه او یا خاورې له لارې خپرېدلی شي. د دې نه علاوه، هره ناروغي جلا ځانګړتیاوې لري، نو ځکه یې باید په جلا طریقې سره تداوي وشي. هغه د لومړنیو خلکو له جملې څخه و چې ازمېښتي درمل یې جوړ کړل. د هغه په یادګاري اثر (په طب کې قانون/ The Canon of Medicine) کې هغه په دې ټينګار کړی چې درمل باید د خوندي شرایطو لاندې وازمایل شي او نباید یوازې د تیوري پر بنسټ پرې اعتبار وشي. هغه درمل چې په نړۍ وال ډول سره اغېزناک نه و او یا هم په رښتیني توګه نه و ثابت شوي چې د ناروغیو په درملنه کې ترې کار اخېستل کېدلی شي، د هغه لپاره کوم اهمیت نه درلود، ځکه چې هغه باور درلوده چې درمل د مشاهداتو او عقل علم دی، نه د تصوف او بخت. په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې د هغه قوانین د هغه چا لپاره یو معیار وګرځېد چې غوښتل یې د درملو په اړه زده کړې وکړي. په اولسمه پېړۍ کې اروپايي طبي ښوونځیو د نوموړو قوانینو په لاتیني ژباړه اتکاء کوله. دیارلسمې او څوارلسمې پېړۍ کې په چین کې د مسلمانانو د سترې ټولنې له خوا چینايي ژبې ته وژباړل شو. په دې پوهېدل اسانه دي چې ولې یاد قانون دومره شهرت او درناوی تر لاسه کړ. د ابن سینا لوی کار یوازې د ناروغیو او درملنو یو ساده کتاب نه و. دا د طب بشپړ دایرة المعارف و. په نوموړي کتاب کې د انستیزي، د سینې د سرطان، د لېوني سپي ناروغي، زهري ناروغیو، ناسور، د ګردې د ناروغیو او د نري رنځ تشرېح پیدا کېدلی شوه. له دې نه وراخوا، ابن سینا د دماغي او فزیکي روغتیا ترمنځ د ارتباط په اړه هم لیکل وکړل او دې پایلې ته ورسېد چې منفي فکرونه کولی شي د نورو عواملو لکه: زهرونه، ټپونه او پرهېز (محدود خواړه) په څېر د ناروغیو سبب ګرځېدلی شي. نن ورځ د دماغو او بدن ترمنځ د ارتباط د امکان تړاو د لومړي نسل د اروا پوهانو فرویډ (Freud) او جنګ (Jung) ته منسوبول کېږي. په حقیقت کې دا هغه شونتیا وه چې ابن سینا او د هغه د وخت د طبیبانو او فیلسوفانو ته ډېره رښتینې ښکارېدله.
د هرې زمانې تر ټولو لوی طبي شخصیتونه به هم په دې نه وو توانېدلي چې د لویو روغتیايي بنسټونو ملاتړ څخه پرته بریالیتوب ترلاسه کړي. د طلایي دورې اسلامي نړۍ د خپلو پراخو مالي ذخایرو او پیاوړي اقتصادي تاسیساتو پر مټ د تاریخ لومړني روغتونونه جوړ کړل. د روغتونونو د جوړولو لېوالتیا د غریبو ښاریانو د روغتیايي پاملرنې د اړتیاوو د پوره کولو پر اساس رامنځته شوه، ځکه چې د ټولنې بډایو خلکو کولی شوای چې طبیبان د درملنې لپاره وګماري او خپله درملنه په کور کې په خپلو پیسو ترسره کړي مګر غریبو خلکو دا ډول اسانتیاوې نه درلودلې. د دې لپاره چې غریبان هم روغتیایي اسانتیاوې ولري، خلفاوو او امیرانو په لویو ښارونو کې روغتیایي بنسټونه جوړ کړل چې ورڅخه هر اړمن ارزانه او ان وړیا ګټه پورته کولی شوه. د نهمې پېړۍ په لومړیو کې، روغتونونه د لومړي ځل لپاره په بغداد کې را ښکاره شول. د وخت په تېرېدو سره چې څنګه روغتونونو وده وکړه، دوی په اندازه او پراختیا کې د عصري روغتونونو په څېر مجهز شول. دغو روغتونونو د متخصصینو او جراحانو په شمول په لسګونو ډاکټران او نرسان درلودل. روغتونونو د نه بستر کېدونکو ناروغانو مرکزونه، عقلي عصبي څانګې، جراحۍ مرکزونه او نسايي ولادي څانګې هم لرلې. ښايي د هغې زمانې روغتونونو د نن هغو سره لوی توپیر دا و چې هغه د بې وسه ناروغانو لپاره وړیا ول او د ننۍ زمانې هغه بیا عایداتي بڼه لري. د دغو روغتونونو مالي ملاتړ کوونکو ته د پیغمبري خواخوږیو بېلګې واضحه وې. د دوی په اند، یوې مسلمانې ټولنې ته پکار ده چې د شتمني، قومي او ان دیني تعصباتو په نظر کې نه نیولو سره د خپلو خلکو پاملرنه وکړي. د لومړي ځل لپاره په بغداد کې د روغتیايي بنسټونو د جوړېدو څخه وروسته، د اسلامي نړۍ په نورو لویو ښارونو کې هم روغتونونه جوړ شول چې د لسمې پېړۍ څخه تر څوارلسمې پېړۍ پورې یې ادامه درلودله. روغتونونه په قاهره، دمشق، بغداد، مکه، مدینه او ان د ایبېریا په لرې پرتې سیمې غرناطه کې هم موندل کېدلی شول. وروسته د عامه روغتونونو دود ته عثمانیانو ادامه ورکړه او دغه د دوی د واکمنۍ په اوږده موده کې وه چې اروپايانو هم ځانونه مسلمانانو پسې رسولو باندې پیل وکړ او په پای کې ان د اسلامي نړۍ څخه هم مخکې شول.
د رېنسانس (The Renaissance) په دوره (د څوارلسمې او اوولسمې پېړۍ ترمنځ منځ موده. ژ.) کې اروپایانو په لویو کلتوري او علمي مزکزونو لکه: پاډېوا (Padua) او بولونیا (Bologna) کې په سلګونو عربي عبارتونه لاتیني ژبې ته وژباړل. اروپایان په دې وتوانېدل چې د لویو پوهانو لکه: الرازي او ابن سینا علم ته چې د ګېلن او بقراط (Hippocrates) علم ته یې پرمختګ ورکړی و، نور پرمختګ ورکړي. نن سبا زیاته طبي پوهه او بنسټونه په غټه سطحه د لوېديځ څخه راځي، مګر د مسلمانانو پخواني طبي دودونه یې اساس جوړوي چې مسلمانانو په خپل وخت کې د پخواني یونان د پوهې څخه په کې استفاده کړې وه. د تمدنونو د ټکر (The Clash of Civilizations) روایت چې د دواړو خواوو عصري شخړو افراطیانو له خوا پر مخ بیول کېږي د کلتورونو ترمنځ د علمي دودونو مثالونه لکه دغه مسئله له پامه غورځوي.
ماخذ
هېر شوی اسلامي تاریخ،۱۲۰-۱۲۵صص.
Add comment