قمر انسټيټيوټ

د مسلمانانو طلايي پېر او بیت الحکمة

د مسلمانانو طلايي پېر او بیت الحکمة

 

د بغداد عروج او نیکمرغۍ ورځې ۱۲۰۰ کاله پخوا وې چې تر ډیره وخته پورې د اسلامي نړۍ مرکز ګڼل کیده او تر ۵۰۰ کلونو پورې د هارون الرشید،مامون، المعتضد او المکتفي خلافت په وختونو کې د علمي او کلتوري مرکز په توګه حیثیت درلود.

بغداد چې دې مقام ته رسیدلی و، لا امل یې دا و چې پخپله خلفاء په علم، کتابونو او علماء کې  دلچسپي درلوده چې د نړۍ له هر ګډ نه پوهان را ټول کړي او علمي کارونه پرې وکړي. وړاندې له دې چې له هر ځای نه د علمي کارو لپاره علماء راټول کړي، مسلمان پوهان یې راټول کړل او په تاریخ کې یو لوی د بیت الحکمة په  نوم علمي مرکز جوړ کړ.

بیت الحکمة د تاریخ په لړ کې د هغه د ودې مرحلو ته په کتو پر دوو نومونو باندې پیژندل کیږي. په پېل کې د هارون الرشید په وخت کې لومړی یو حال و چې خزانة الحکمة یې ورته ویل، بیا وروسته له پرمختګ نه د مامون الرشید په وخت کې د بیت الحکمه په نوم ونومول شو. ډیر لوی کتابتون پکې و چې په مختلفو ژبو کې د علم هرې برخې کتابونه یې درلودل.

خلیفه محمد المهدي لومړی خلیفه و چې پر څومره جغرافیه یې چې تسلط درلود، له ټولو ځایونو نه د کتابونو لیکلې نسخې راټولې کړلې، چې همدغه سلسله د نوموړي خلیفه تر لمسي پورې دوام درلود. هارون الرشید چې ۷۸۶ نه تر ۸۰۹ پورې خلافت کړی،  یوه علمي ټولګه جوړه کړې وه بیا وروسته د مامون الرشید په وخت کې چې تر شلو کالونو پورې خلافت وکړ، بیت الحکمه ډیره پراخله کړله او د علم هرې برخې ته بېلې بېلې څانګې جوړې کړې او ټول د بیت الحکمه علمي، څیړنیز او ژباړې مرکز له علماو، فرهنګیانو، لیکوالانو، ژباړونکو، شاعرانو او داسې د نورو هرې برخې مسلکي کسانو څخه ډک و.

په بیت الحکمه کې هره ورځ د ژباړې، لوستلو، لیکلو، بحث او وینا لپآره خلک راټولیدل. او هلته به پر عربي، فارسي، عبراني، سوریاني، ارامي، یوناني، لاتیني او سانسکریتي ژبو باندې خبرې اترې، لیکل او ژباړې کیدلې. مشهور ژباړونکی ابوزکریا یحیی یا یوحنا بن بطریق و چې د ارسطو د ژویو تاریخ کتاب ژباړلی چې ۱۹ څپرکي لري. حنین بن اسحاق د بقراط او جالینوس د کتابونو د ژباړې له امله ډير شهرت لري.

ویل کیږي مامون د سیسلي له واکمن وغوښتل چې د سیسلي د کتابتون ټول اثار راولیږه، نو د سیسلي واکمن ورسره ومنله او د ټولو اثارو نسخې ورته ولیږلې. د کتابونو لیږد هم فرق کاوه، ویل کیږي مامون الرشید یوازې له خراسان څخه بغداد ته په سلهاو اوښانو باندې کتابونه ولیږدل. همدارنګه مامون د روم واکمن ته هم لیک ولیږه او ورته ویې ویل: غواړم ځیني پوهان درولیږم ترڅو تا سره چې څومره ګټور کتابونه دي، هغه وژباړي. واکمن هم ورسره ومنله.

مامون یوازې پر بیت الحکمه باندې تمرکز نه کاوه بلکې پخپله له ساینسدانو او علماو سره هم په بحثونو کې ګډون کاوه. مامون د مرصاد الفالکي په نوم د ستوروکتنځی جوړ کړ چې د نوموړي شخصي مسلمان یحیی ابن المنصور او یهودي سناد بن علي منجمانو یا ستورپوهانو لخوا اداره کیده. هر کله چې مامون واک ته ورسیده، د ډیرو شیانو بنسټ یې کېښودل لکه، ستورکتنځایونه او نساجي فابریکې. ویل کیږي د نوموړی په وخت کې ۳۳۲ بېلا بېلو شیانو بنسټونه کېښودل شول چې پخوا نه ول. یو شمیر هوښیار او پوه کسانو ته دنده وسپارله چې د نړۍ نقشه ورته وکښي او هغو ورته د نړۍ نقشه وکښله چې د المامون نقشې په نوم ونومول شوه.
موږ باید د عباسیانو او فاطمیانو د څیړنو  او علمي مرکزونه وپیژنو او هر دواړ یو ونه ګڼو. د فاطمیانوالحاکم په نوم واکمن په ۱۰۰۵کال کې د دار الحکمة په نوم علمي او څیړنيز مرکز پرانیست چې تر ۱۶۵ کلونو پورې دوام وکړ. همدارنګه د اسلامي نړۍ په جنوبي ولایتونو کې د ځايي والیانو لخوا د ( دار العلم) په نومونو علمي او  څیړنیز مرکزونه جوړ شول، خو له ټولو نه لومړنی، لوی او مشهور علمي او څیړنیز مرکز د بغداد (بیت الحکمة) و چې په نهمې پیړۍ کې جوړ شو.

 

ماخذ

1001 Inventions- The Enduring Legacy Of Muslims Civilisation.81-85pp

 

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.