قمر انسټيټيوټ
د لومړي ځل لپاره قهوه څنګه وموندل شوه

د لومړي ځل لپاره قهوه څنګه وموندل شوه

د لومړي ځل لپاره قهوه څنګه وموندل شوه

 

د نړۍ په سطح هره ورځ پنځلس بیلیونه پیالې قهوه څښل کیږي. که دغه ټولې پیالې په یوځاې کې خالي کړو، د المپیک د لامبو لوبو ۳۰۰ حوضونه ترې جوړيږي. که چیرې ته د کور په پخلنځي کې د قهوې شیشې ترموز نلرې، نو په هغو اقلیت خلکو کې راځي چې د خپلو کورونو په پخلنځي کې د قهوې د شیشې ترموزونه نلري. قهوه په نړۍ کې له غوړیو نه وروسته دویم ډیر کارونکی محصول دی.

شاخوا دولس زره کاله وړاندې خلکو به کوښښ کاوه چې د الکولي څښاک نه پرته بیداره یا ویښ پاتې شي خو دې لپاره یې څه نه درلودل چې بالاخره د ایوتوپیا په څړ ځایونو کې د خالد په نوم یو شپون خپله رمه څرله، یوه ورځ ګوري چې د غره په ډډ کې رمه یې د پخوا په پرتله ډیره بیداره او جسته ده ځکه هلته په ونه کې وړې ( د انګور یا آلو بالو په شان) سرې غواندې دانې وې، هغه یې خوړلي وې. نو د هغه ځای خلک په ځای د دې چې هغه دانې همداسې وخوري، جوشولې او قهوه یې ترې جوړوله.

موږ چې نن سبا د بیدارتیا یا د شپې تر ناوخته د ویښتیا لپاره قهوه څښوو، همدارنګه پخوا په یمن کې صوفیانو هم همداسې کول، د شپې د دې لپاره قهوه څښله ترڅو تر شپې ناوخته ویښ پاتې شي او په پوره تمرکز سره د خدای متعال عبادت وکړای شي. بیا وروسته د وخت په تیریدو سره نورې اسلامي نړۍ ته د سوداګرانو، حاجیانو او زیارت کوونکیو لخوا یوړل شوه؛ لکه: د پنځلسمې پیړۍ په اخر کې مکې مکرمې او ترکیې ته ورسیده او په شپاړلسمې پیړۍ کې قاهره ته ورسیده.

اروپا ته د لومړي ځل لپاره قهوه په ۱۶۵۰ کې د پاسکو روسي (Pasqua Rosee) په نوم یو ترکي سوداګر یوړله او هلته د لندن، لومبارډ کوڅه او جورج په نوم د سیمې په سماوارونو کې خرڅوله چې وروسته په اورپا کې محدودې مستقلې قهوې خانې خلاصې شوې. لکه په ۱۶۵۸ کال کې په Cornhill کې خلاصه شوه، همدارنګه په لندن کې د lolyd’s  په نوم قهوه خانه خلاصه شوه؛ په اوس وخت کې په اروپا کې د بیمې کوم مشهور شرکت چې دی هغه لومړی همدغه پخوانۍ قهوه خانه وه چې Edward lolyd’s یې ورته ویل. بیا وروسته په لندن کې قهوه ډیره مروجه شوه چې تر ۱۷۰۰ کاله پورې  یوازې په لندن کې تر ۳۰۰ قهوې خانې پرانیستل شوې او په ټول انګلستان کې شاخوا ۳۰۰۰ دانې قهوه خانې پرانیستل شوې.

په هغه وخت کې دا ټولې قهوه خانې د (penny universities) په نوم یادیدلې. پیني پوهنتون د اسټرلیا په په میلپورون ښار کې د یوې قهوه خانې نوم دی او ډیره مشهوره ده، په نوموړې قهوه خانې کې مشهور کسان، د فکر خاوندان، پوهان او لیکوالان راځي. هلته د قهوې څښلو په بیه د نوموړیو کسانو له غوره خبرو او تجربو څخه هم مستفید کیدلی شې، نو ځکه په انګلستان کې د پخوا وخت قهوه خانو ته یې د پيني پوهنتونونه ویل چې هلته هم د هغه وخت لیکوالان، پوهان… پکې راټولیدل.

په اروپا کې د قهوې مصرف داسې و لکه څرنګه چې مسلمانان په عامه توګه د ځانو لپاره څښاک برابروه؛ لکه په اوبو کې قهوه او بوره واچوې اوجوش یې کړې. هغه وخت به قهوه نه چڼ کیدله بلکې چا د چڼ چل زده نه و خو بیا به هم خلکو قهوه په شوق سره څښله. په ۱۶۸۳ کال کې د قهوې د جوړولو نوې طریقه کشف شوه او په قهوه خانو کې به ډیرو خلکو خوښوله.

کپیچینو کاپي د قهوې یو ډول دی چې په ۱۶۸۳ کال کې د مارکو په نوم راهب راوباسلې وه. پخپله کپچینو د فرانس بوه مذهبي ډله ده او خړ رنګ ته ورته کالي اغوندي. او همدغه کپیچینو کاپي له همدې راهب نه متاثر شوې ده چې له هغه وخت نه تراوسه یې خلک  څښي. راهب مارکو نه یې قهوه لیدلې وه او نه یې پېژندله، مګر هغه وخت یې وپېژندله چې په  ۱۶۸۳ کال کې ترکانو ویانا ښار کلابند کړی و، کله چې ترکان د دښمن له لخوا په شا کړای شول، نو په دې وخت کې راهب ته له ترکانو نه د قهوې پاتې شوې ډکې بوجۍ په لاس ورغلې.

د اول ځل لپاره یې چې قهوه وڅښله د خوند له لحاظ ورته ډیره سخته تمامه شوه، بیا ورسره د خوند د جوړولو لپاره ملايي او شات ګډ کړل، د قهوې رنګ داسې شو لکه د راهب د کالیو په شان. نو همدغه قهوه پر همدی راهب باندې د ویاړ لپاره د کپیچینو په نوم باندې ونومول شوه.

په ۱۵۸۸ کې کال د عبدالقادر په نوم باندې یو کس د قهوې د تاریخ په اړه کتاب لیکلی و چې همدغه د قهوې د تاریخ په اړه لومړنی کتاب ګڼل کیږي، نوموړی په خپل کتاب کې د قهوې په اړه وايي: قهوه د عامو خلکو سره زر دي؛ او هغوی ته د سرو زرو په شان د ارامتیا احساس او شرافت راوړي.

ماخذ

1001 Inventios-The Enduring Legacy Of Muslimes Civilisation.36-37pp

 

 

 

 

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.