د امام احمد رحمه الله ژوند لیک
نوم، نسب او زیږیدنې کال
نوم احمد، کنیه ابوعبدالله او لقبونه یې امام السنة او شیخ الاسلام دي. د پلار نوم یې حنبل دی. په ۱۶۴ هجري کال کې په بغداد کې زیږیدلی دی.
د علم ترلاسه کول
امام احمد رحمه الله په وړوکوالي کې علم ترلاسه کول پېل کړی و. په څلور کلنۍ کې قران کریم حفظ کړ او په اووه کلنۍ کې حدیث لوستل پېل کړل چې وروسته په پنځلس او شپاړلس کلنۍ کې یوازې د حدیث علم ترلاسه کولو په لور مخه کړه. لومړي پخپله په بغداد کې له ځايي محدثینو نه حدیثونه اوریدل، بیا وروسته له بغداد نه کوفې، بصرې، مکه، مدینې، یمن، شام او داسې نورو ښارونو ته لاړ.
ښوونکي
بغداد د امام احمد له زیږیدنې نه وړاندې د علم مرکز و، نو ځکه د سترګو په غړولو سره د بغداد له علماو نه زده کړه پېل کړه. له ټولو نه لومړی محدث حافظ هشیم بن بشیر واسطي نه حدیث اوریدل پېل کړل چې نوموړی د حضرت ابن عباس او ابن عمر رضي الله عنهما د روایتونو بحر و او امام احمد ورسره تر څلور کلونو پورې شاګردي وکړله. همداراز په وړوکولي کې د امام ابویوسف په درسي حلقه کې هم ګډون کړی و. نور مشهور ښوونکي یې دا دي: سفیان بن عیینه، سیلمان بن داود طیالسي،عبدالرحمن بن مهدي، عبدالله بن مهدي، عبدالله بن نمیر، وکیع بن جراح، امام شافعي، یحیی بن سعید او داسې نور.
شاګردان
مشهور شاګردان یې دا دي: عبدالله بن احمد بن حنبل، احمد بن محمد، ابوبکرالمرودي احمد بن محمد الحجاج، ابراهیم بن اسحاق، ابوالحسن علي بن محمد الماوردي او ابوداود سلیمان.
د امام احمد رحمه الله په اړه د علماو ویناوې
امام شافعي وايي: ما چې کله بغداد پرېښود، نو هلته د امام احمد نه پرته بل څوک د علم او دیندارۍ له لحاظه غوره نه وو. امام ابوثور وايي: امام احمد له امام ثوري څخه لوی عالم، فقیه او زموږ شیخ او امام دی. یحیی بن معین وايي: ما له امام احمد نه غوره کس لیدلی ندی او د هغه په ستاینه کې مبالغه کول پروا نکوي یعنې که هر څومره ستاینه یې وشي بیا هم کمه ده.
حافظه
د امام احمد حافظې قوي والی له دې هم ښکاري چې په څلور کلنۍ کې قران کریم حفظ کړ. مورخین وايي: له امام سره دولس امبارونو په اندازه کتابونه ول او ټول یې په یاد ول. احمد بن سعید دارمي وايي: که څه هم امام احمد عمر کم و خو بیا هم ډیر حدیثونه یې حفظ ول.
نقد او تفکیک
امام احمد یوازې حدیثونو حافظ او روایت کوونکی نه و بلکې د روایتونو ترمنځ توپیر هم معلومولی شو. ابوحاتم وايي امام احمد د صحیح او سقیم رواتونو په پېژندلو کې بې ساری پوهه درلوده. امام شافعي د امام احمد پر پوهې باندې دومره باوري وو چې ډیری وخت به یې ورته ویل: که روایت ستا پر معیار باندې صحیح او ثابت وي بیا ما ته یې وښایه، زه به یې پرته له کومې خبرې ومنم. عمر بن احمد ناقد وايي: ما ته په حدیث کې د احمد موافقت نه پرته د بل چا مخالفت پروا نلرم.
عبادت او نیک اعمال
لمونځ: لمونځ یې په جمعې سره کاوه. امام احمد وايي: د اذان کیدو نه وړاندې باید د لمونځ چمتوالی ونیول شي. د جعمې لمونځ ته به یې دومره پام کاوه کله چې د قران مخلوق له مسئلې څخه د انکار د جرم له امله په دوروو وواهل شو بیا هم د ابن سماعه په امامت سره لمونځ وکړ.
نفلونه: د امام احمد زوی عبدالله وايي چې زما پلار به شپه ورځ درې سوره رکعته نفلونه کول. بیا وروسته د کمزورۍ له امله ۱۵۰ رکعتونه کول.
تهجد: د شپې لمونځ نه وروسته لږ ارام به یې کاوه، بیا ټوله شپه لمونځ او د خدای په یادونې کې تېروله؛ همدغه عادت یې له کوچینوالۍ نه و.
تلاوت: د قران کریم تلاوت به یې ډېر کاوه. هره ورځ یا په اووه ورځو کې د قران کریم ختم به یې کاوه.
دعا او استغفار: دعا او استغفار به یې ډیر ویل او مستجاب الدعا و. د امام احمد په دعاګانو کې د برکت اغېز و، ډیری خلکو ورڅخه د دعاګانو غوښتنه کوله. یوه ورځ یو کس ورته راغی او ورته ویې چې زما مور ناروغه ده، په لاره تللې نشي، دعا ورته وکړئ چې الله متعال یې ښه کړي، په دې وخت کې امام غصه شو او کس ته یې وویل: چې موږ پخپله ستاسو خلکو دعاګانو ته اړتیا لرو. کله چې سړی کور ته روان و نو په لاره کې ورته د امام احمد کنیزه ورغله او ورته ویې ویل: ته چې څنګه لاړې امام ستا د مور لپاره دعا کوله. سړی چې څنګه کور ته ورسیده او دروازه ډبوي، ګوري چې هماغه ناورغه مور ورته دروازه خلاصوي او مور یې ورته وايي چې زه اوس تللی شم.
صدقه او خیرت: امام احمد د مالي لحاظه ښه نه و بیا هم تر خپل وس پورې بې وزلو سره مرسته کوله.
حج: پینځه ځله یې حج یې کړی دی.
روژه: کله چې بندي شو، هلته د روژي نیولو او ماتولو لپاره هیڅ نه وو بلکې یوازې د څو غوړبه اوبه په څیښلو سره یې روژه نیوله. یوه ورځ د معتصم بالله جلاد امام احمد په دوروو وواهه ځکه د خلق قران مسئله یې نه منله، مګر هغه وخت به هم روژه و، په هیڅ حالت کې له فرضي روژې څخه نه تیریده؛ البته مسنون او نفلي روژې به یې هم نیولې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه: د امام احمد د ژوند مقصد د سنت تائید، ملاتړ او د بدعتونو له منځه وړل و. څوک به یې چې د سنت په خلاف کار باندې ولیده نو ډیر سخت به غوسه کیده او له هغو کسانو سره به نه کیناسته چې د سنت مخالفت به یې کاوه؛ کله به چې ورته معلومه شوه چې د ده کوم کار د سنت په خلاف دی نو هغه به یې سمدلاسه پرېښوده.
غوره اخلاق: امام احمد غوره اخلاق درلود. هیچ چا سره بد اخلاق او چلند ندی کړی، که چا به ورسره ښه چلند وکړ نو امام به په دې لټه کې و چې غوره بدله وروګرځوي. که چا به ورته بده خبره وکړله، په خندا او ورین تندي سره به یې ځواب ورکاوه.
مړینه
په ۲۴۱ هجري کال کې ومړ.
واده او اولادونه
امام احمد درې وادونه کړي وو او یوه لور او شپږ زامن یې درلود.
کتابونه
امام احمد ته ډیر شمیر کتابونه منسوب دي خو څو دانو نه پرته نور کتابونه یې نشته:
کتاب مسند احمد، کتاب الصلاة، کتاب التفسیر، کتاب الزهد، کتاب السنة، کتاب طاعة الرسول، کتاب الایمان، کتاب الاعتقاد، کتاب الناسخ و المنسوخ، المقدم و الموخر في کتاب الله، کتاب الفرائض، کتاب الفضائل، فضائل الصحابة، فضائل ابوبکر، فضائل حسنین، مناقب علي، کتاب المسائل، کتاب المناسک، کتاب العلل، کتاب التاریخ، کتاب الاشربه، کتاب الرد علی ادعی تناقض القرآن کتاب الرد علی الزنادقة او داسې نور.
ماخذونه
تذکرة المحدثین:۱۵۱-۲۰۴صص.
بستان المحدثین:۳۰ص.
تاریخ بغداد:۴/۴۱۲-۴۱۴صص.
تاریخ ابن خلکان:۱/۲۸صص.
Add comment