بخل
بخل په لغت کې د کرم ضد دی او یو کس سره چې څه شی وي پر هغه سختي کول، بخل بلل کیږي.
اصطلاحي تعریفونه یې ډیر شوي دي چې یو څو یې دلته راوړو:
ــ ابوالفرج الاصفهاني بخل داسې تعریف کړی دی: بخل هغه څه ته ویل کیږي چې یو کس خپل مال له هغو شیانو نه یې را ایساروي چې ایسارول یې حق نه وي.
ــ عبدالقاهر الجرجاني بخل داسې تعریف کړی دی: پر خپل ځان باندې د مال مصرفولو مخنیوي ته بخل وايي.
ــ ابن حجر داسې تعریف کړی دی: یو کس نه چې څه شی اخیستل کیږي او ور یې نکړي، دې ته بخل وايي.
دغه د بخل اصلاحي تعریفونه ول.
د بخل او شح ترمنځ توپیر
په ځینو ځایونو کې د بخل په ځای شح کلیمه هم کارول کیږي، په حقیقت کې هر دواړه د یو بل مترادف ندي بلکې ترمنځ یې توپیر شته.
بخل هغه وخت وي چې یو مال یا یو څه شی لاسته راوړي نو پر هغه سختي کوي حتی د ځان لپاره په دې خاطر یې هم نه مصرفوي چې خلاص نشي او د دایم لپاره یې له لاسه ورنکړي.
د شح لغوي یوه معنی ظلم هم ده او په اطلاح کې په ناحقه د بل چا مال خوړلو ته وايي.
نو د هر دواړو ترمنځ ښکاره توپیر شته. بخل یعنې پر خپل مال باندې حرص کول او شح پر بل چا مال باندې د دې په خاطر حرص کول چې په ناحقه توګه یې خپل کړې.
بخل په اسلامي اخلاقو کې ناوړه صفت ګڼل شوی دی او مؤمن بخل نکوي. الله متعال په قران کریم کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بخل نه کولو امر کړی دی: ((وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا. سورت الاسراء ۲۹ایت.
ژباړه: خپل لاس تر غاړې پورې مه تړه او مه یې بیخي خځوه کنه ملامت او پیښمانه شوې به کینې.))
الله متعال له خپل بندګانو نه د بخل صفت لرې کړی دی: ((والذين إذا أنفقوا لم يسرفوا ولم يقتروا وكان بين ذلك قوماً. سورت الفرقان ۶۷ ایت.
ژباړه: دوی (مؤمنین) هغه کسان دي چې کله مال لګوي نو اسراف نکوي او بخل هم نه کوي، او ( د دغو دواړو حالتونو) په منځ کې میانه روي کوي.))
بخیلان به داسې فکر کوي چې بخل د دوی لپاره ښه دی خو په حقیقت کې د دوی لپاره شر دی.
الله متعال فرمايي: ((ولا يحسبن الذين يبخلون بما آتاهم الله من فضله هو خيراً لهم بل هو شر لهم سيطوقون ما بخلوا به يوم القيامة ولله ميراث السموات والأرض والله بما تعملون خبير. سورت العمران ۱۸۰ایت.
ژباړه: پر کومو کسانو چې الله متعال فضل کړی، داسې فکر دې نه کوي چې پر هغه بخل کول د دوی لپاره ښه دی بلکې د دوی لپاره شر دی، زر ده چې د قیامت په ورځ به ( همدغه شیان چې دوی پرې بخل کوي) غاړې ته ور واچول شي، (یوازې) د الله متعال لپاره د ځمکې او اسمان میراث دی او تاسو چې څه شی کوئ پر هغه ښه خبر دی.))
نو له بخل نه ځان ساتل په کار ده ځکه یو ناوړه صفت دی او انسان ته هیڅ ګټه نه رسوي بلکې په بشپړه توګه زیان دی.
Add comment