داسې یو امتحان ته ځانونه باید تیار کړو!
کله چې د ښوونځي، پوهنتون يا بل څه امتحان ورکوو نو نتيجې ته يې په تمه اوسو، کله چې نتيجه اعلان شي وارخطا اوسو چې څو نمرې مې اخيستي، بريالی به يم او که ناکام، حتی ډېر د تشويش له وجې پر مونږ وخت نه تيريږي.
کله چې کاميابي مو په برخه شوې وي، بيا د خوشحالۍ او وياړ احساس کوو، ټولو ملګرو ته خپله نتيجه ښکاره کوو، کورنۍ غړي هم پر مونږ وياړي. والدين مو ټولو ته وايي اولاد مې آزموينه کې بريالی شوی او که چېرې نتيجه مو ناکامه وه، بيا خفه کيږو، ملګرو څخه ځان پټوو، کورنۍ غړي مو هم په قهر وي، نورو ته څه نشي ويلی يا وايي چې ناکام شوې يا دروغ وايي.
راځئ چې د ژوند امتحان په اړه فکر وکړو، داسې يو امتحان چې زره زره حساب پکې کيږي، د ژوند هره لحظه، هره خبره، هر عمل پکې ثبت کيږي، نه نقل کيږي او نه واسطه کار کوي. دا اصلي امتحان دی ځکه چې دې امتحان کې انسان بریالی شي ابدي به خوشحاله وي او جنت ته ننوځي او که الله مه کړه ناکامه شو بيا به د جهنم په لوري روان وي. اخرت کې هم همدا اصول دي کله چې عمل نامه ورکول کېږي او انسان کاميابه وي نورو ته غږ کوي لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي.
فَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ اقْرَءُوا كِتٰبِيَهْ
په هغه وخت کښي چي د چا عملنامه د هغه په ښى لاس کښي ورکړه شي، هغه به ووايي: “ها وګورئ، زما عملنامه ولولئ،!
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 20]إِنِّى ظَنَنتُ أَنِّى مُلٰقٍ حِسَابِيَهْ
ما انګېرله چي زه هرو مرو له خپل حساب سره يو ځاى كېدونكى يم.”
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 21]فَهُوَ فِى عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ
نو هغه به په زړه پوري خوندونو کښي وي،
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 22]فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍ
په لوړ مقامي جنت کښي،
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 23]قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ
چي د هغه د مېوو وږي به راكاږه وي (نژدې به وي).
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 24]كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيٓـًٔۢا بِمَآ أَسْلَفْتُمْ فِى الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ
(جنتیانو ته به ووېل شي) “په خوند سره خورئ، څښئ د خپلو هغو کړنو مكافات چي تاسي په تېرو شوېو ورځو (دُنیا) کښي کړيدي.”
او که چېرې انسان ناکامه وي بيا به داسې وايي
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 25]وَأَمَّا مَنْ أُوتِىَ كِتٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يٰلَيْتَنِى لَمْ أُوتَ كِتٰبِيَهْ
او د چا عملنامه چي د هغه په كيڼ لاس کي ورکړه شي، هغه به ووايي: “كاشكي زما عملنامه ما ته نه وای راکړه شوې؛
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 26]وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْ
او زه نه واى پوهېدلای چي زما حساب څه دى؛
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 27]يٰلَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ
كاشكي زما هغه مرګ (چي په دُنيا کښي راغلى ؤ) فېصله كوونكى (پای ته رسېدونکی) واى؛
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 28]مَآ أَغْنٰى عَنِّى مَالِيَهْ ۜ
نن زما مال ما ته هیڅ په كار رانغى؛
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 29]هَلَكَ عَنِّى سُلْطٰنِيَهْ
زما ټول حكومت له منځ لاړ.”
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 30]خُذُوهُ فَغُلُّوهُ
(امر به وشي) دى ونيسئ او د ده په غاړه کښي طوق واچوئ!
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 31]ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ
بيا یې دوږخ ته ننباسئ!
[سُوۡرَةُ الحَاقَّة : 32]
ثُمَّ فِى سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ
بيا دى په اويا ګزه اوږده زنځير وتړئ!
سومره سخت حالت دی ،الله تعالی دې مونږ ته د اخرت کاميابي په نصیب کړي، راځئ دې آزموينې ته ځانونه اماده کړو، له نن څخه فېصله وکړو چې خپل ژوند ته مثبت تغير ورکوو، او خپل ځان د اسلام په چوکاټ کې برابرو تر څو هم پدې دنيا کاميابه اوسو او هم آخرت کې.
په دې خېر کاروان کې زمونږ ملګري شئ
Add comment