قمر انسټيټيوټ

اخلاص

اخلاص

اخلاص باور او ریښتینوالي ته وايي. اخلاص له اسلامي اخلاقو او د عباداتو اساس ګڼل کیږي چې په ژوندانه کې باید ټولې اړیکې د باور په بنسټ او پرته له کوم چل او دوکې څخه وي؛ که هغه اړیکه دخدای متعال سره وي اوکه انسانانو سره.
په اسلام کې په ټولو مسلمانانو باندې په عبادت کې اخلاص واجب دی. هر کله چې عبادت کوي یا بل کوم نیک کار کوي دغه ټول یوازې د الله متعال اطاعت او رضا د ترلاسه کولو لپاره وي او په دې خاطر یې ونکړي چې خلک یې وویني او ستاینه وکړي ځکه دا ډول کار بیا خفي ریا راځي، او خفي ریا شرک دی.
خدای متعال په قران کریم کې ( په عباداتو کې) پر اخلاص باندې په ډیر ټینګار سره امر کړی دی:
((وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ. سوره البینة ۵ ایت.
ژباړه: هغوی ته امر نه وو شوی مګر یوازې دا چې په اخلاص سره د الله متعال عبادت وکړي.))
خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) ته هم امر کوي چې په اخلاص سره دالله متعال عبادت وکړي : ((إنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ. سوره زمر ۲ ایت.
ژباړه: بې شکه موږ پر تا کتاب په حق سره نازل کړی دی، نو ته د الله متعال عبادت په داسې حال کې کوه چې یوازې هغه لره دین خالص کوونکی یې.))
د اخلاص فضلیت
۱ـ اخلاص د شیطان له ګمراهي او انحراف نه د ژغورل کیدو لاره ده.
الله متعال فرمايي: (( قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ. إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ. سورت ص ۸۲ ـ ۸۳ ایت.
ژباړه: ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې زه به خامخا دوی ګمرا کوم، مګر په دوی کې به ستا هغه بنده ګان ( نه ګمراه کوم) چې اخلاص کوونکي دي.))
۲ـ اخلاص زړه له دوکې، خیانت او بغض نه پاکوي.
رسول الله صلی الله فرمايي: یعنې: درې شیان د مسلمان زړه نه دوکه کوي: په اخلاص سره د خدای متعال عبادت کول، د مسلمانانو امامانو نصیحت او له هغوی سره په جماعت کې د پاتې کیدو لازموالی.
یعنې که مؤمن دغه درې واړه کارونه وکړي، زړه یې له دوکې، بغض او خیانت نه پاک کیږي.
۳ـ داخلاص له امله بنده ته غوره جنت ورکول کیږي.
الله متعال فرمايي: ((وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ. أُولَئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ. فَوَاكِهُ وَهُمْ مُكْرَمُونَ. فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ. عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ. يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِكَأْسٍ مِنْ مَعِينٍ. بَيْضَاءَ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ. لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُون. وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ. أَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ. سورت الصافات ۳۹ـ۴۹.
ژباړه. تاسو ته به بدله نه درکول کیږی مګر د هغو عملونو چې تاسو به کول. لیکن د الله غوره کړای شوي بنده ګان دغه کسان دي چې د دوی لپاره معلومه روزي ده. ( دوی لپاره به مختلفې میوې) وي، په داسې حال کې چې دوی به عزتمتن کړای شوي وي. د نعمتونو په باغونو کې به یو بل ته مخامخ په تختونو باندې ( ناست وي). پر دوی به د روانو پاکو شرابو جامونو ګرځول کیږي چې تک سپین به وي او د څښوونکو لپاره به خوندور وي؛ نه به په هغو کې سرخوږی وي او نه به دوی د همدغو ( شرابو) له امله نشه شي، او له دوی سره به د (خپل) نظر رامنع کوونکې د غټو سترګو حورې وي. نو د دغو ( جنتیانو) ځیني به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي او تپوس به کوي.))
۴ـ اخلاض د بریا لاره ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:الله متعال به دغې امت سره به ( د دې امت د همدې کمزورۍ سربیره) د دوی په دعوت، لمونځونو او اخلاص سره مرسته کوي. رواه النسائي.
۵ ـ اخلاص سره غمونه او افتونه له منځه ځي.
دغه خبره خو له هغه حدیث نه واضح کیږي چې د درېیو کسانو یادونه پکې راغلې او درې واړه کسان په یو غار کې بند پاتې کیږي،کله چې د حلارې په لټه کې شي بیا یو کس پکې دا خبره وکړي چې راځئ خپل هغه کارونه یاد کړو چې یوازې مو د الله د رضا لپاره کړي دي؛ بیا هر یو چې خپل یو یو کار یادوي، هغومره د غار خوله خلاصیږي او دغه درې واړه کسان ترې وځي.

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

Add comment

قمر انسټيټيوټ

د ټولنیزو او اسلامي څیړنو لپاره د قمر انستیتیوت په افغانستان کې میشته خیریه موسسه ده چې د اسلامي داستان بیرته ترلاسه کولو ته دوام ورکوي.

موضوعات

    مونږ وڅارئ

    Don't be shy, get in touch. We love meeting interesting people and making new friends.